د پېښو د خطرونو د کمولو نړیواله ورځ؛ طالبان له نړیوالو مرستو د عادلانه برخې غوښتنه کوي

Photo: @FDPM_AFG

د پېښو د خطرونو د کمولو له نړیوالې ورځې سره هم‌مهاله، طالبانو د طبیعي پېښو او اقلیمي بدلونونو له امله د اوښتونکو زیانونو د کمولو لپاره له نړیوالو مرستو څخه د عادلانه لاسرسي غوښتنه کړې ده.

د طالبانو د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر نن (سې‌شنبه، د تلې ۲۱مه) په کابل کې یوې غونډې ته ویلي، چې تخنیکي او مالي نړیوالو مرستو ته لاسرسی د افغانستان حق دی.

هغه له نړیوالې ټولنې او نړیوالو بنسټونو غوښتي، چې د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې مبارزه له «سیاسي ملاحظاتو» سره ونه تړي.

د طالبانو اقتصادي مرستیال ویلي، افغانستان د شنو خونو ګازونو په خپرېدو او د نړۍ د اقلیم په ویجاړولو کې هېڅ ونډه نه لري، خو د نړۍ د هېوادونو، په ځانګړي ډول د سترو صنعتي او تولیدي هېوادونو، د شنو خونو ګازونو د خپرېدو له امله په دوامداره توګه زیان ویني.

هغه ویلي: «دا د نړیوال اقلیمي عدالت له اصولو سره هېڅ سمون نه لري، چې موږ د ستونزې په رامنځته کولو کې ونډه ونه لرو، خو درنې او ستونزمنې پایلې یې وزغمو او د هغه ویجاړوونکي زیان بیه پرې کړو، چې نورو رامنځته کړی دی.»

عبدالغني برادر له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د عصري هواپېژندنې وسایلو، د پېښو له رامنځته کېدو مخکې د خبرداري سیسټمونو، پرمختللو ژغورنې تجهیزاتو او د تخنیکي ظرفیتونو د پیاوړتیا په برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي.

افغانستان د نړۍ له هغو لسو هېوادونو څخه دی، چې د اقلیمي بدلونونو له امله یې تر ټولو ډېر زیان لیدلی دی. دغه هېواد په تېرو پنځو کلونو کې له پرله‌پسې سختې وچکالۍ سره مخ شوی او ورسره د اقلیمي بدلونونو له امله د سختو ورښتونو او ویجاړوونکو سیلابونو شاهد هم پاتې شوی دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته