د بریتانیا د سمندري سوداګرۍ د عملیاتو مرکز وايي، د فارس خلیج په اوبو کې د سعودي عربستان ساحل ته نږدې د تېلو پر یوې ټانکر بېړۍ برید شوی دی.
دغه سازمان نن (شنبه، د تلې ۲۵مه) په یوه اعلامیه کې ویلي چې پر دې ټانکر بېړۍ پرون د سعودي عربستان په شمال ختیځ کې، د جبیل ښار په ۱۲۶ کیلومترۍ کې، د یوې نامعلومې توغول شوې وسیلې برید شوی دی.
د بریتانیا د سمندري سوداګرۍ د عملیاتو مرکز زیاته کړې چې د ټانکر بېړۍ ټول عمله خوندي دي او له بېړۍ څخه خوندي ځای ته لېږدول شوي دي.
تر اوسه د دې پېښې د چاپېریالي پایلو په اړه کوم راپور نه دی خپور شوی.
دا په داسې حال کې ده چې نن سهار د ایران د سپاه پاسداران سمندري ځواکونو هم د هرمز په تنګي کې د یوې بلې ټانکر بېړۍ د چاودنې خبر ورکړی دی.
سپاه پاسداران ویلي چې دغه بېړۍ، چې د شاوخوا دوو میلیونو بېرلو خامو تېلو د لېږد ظرفیت لري، د غیرمجازې لارې د تېرېدو پر مهال له سمندري ماین سره لګېدلې او له چاودنې وروسته اور پرې لګېدلی دی.
