د ډنډپټان ولسوالۍ یوې سیمهییزې سرچینې، چې نه یې غوښتل نوم یې په خبر کې خپور شي، اطلاعات روز ته وویل چې نن (شنبه) مازیګر ۴ بجې د دې ولسوالۍ په فرضي کرښه کې د طالبانو د سرحدي ځواکونو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ جګړه پیل شوې ده.
سرچینې وویل چې جګړه شدیده ده او دواړه لوري درنې وسلې کاروي.
د سرچینې په وینا، د فرضي کرښې ته نږدې پرتې کورنۍ له سخت وضعیت سره مخ دي او د پاکستان له لوري توغول شوې مرمۍ په ملکي سیمو کې هم لګېږي.
په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې یوې بلې سرچینې هم د نوم نه ښودلو په شرط پر ډیورنډ کرښه د جګړې پیل تایید کړی دی.
سرچینې وویل چې په جګړه کې له درنو وسلو کار اخیستل کېږي.
تر اوسه په دې جګړه کې د اوښتو تلفاتو په اړه معلومات نشته.
