پکتیکا ولایت کې دوو معتبرو ځايي سرچینو نن (شنبه) اطلاعات روز ته تایید کړې چې د سروبي ولسوالۍ کې د یوه کس جسد موندل شوی، چې لاسونه او پوزه یې پرې شوي دي.
د سرچینې په خبره، یاد کس شاوخوا ۴۰ کاله عمر درلود او جسد یې تېره ورځ په یوه دښته کې موندل شوی دی.
سرچینې وویل چې تر اوسه هم معلومه نه ده چې یاد کس د شخصي دښمنۍ له امله وژل شوی او که کومه بله پېښه ده.
یوې بلې سرچینې بیا وویل چې تېره ورځ په وازېخوا ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ په شخړه کې یوه ماشومه نجلۍ په ډزو وژل شوې ده.
سرچینې وویل چې د چتري کلي کې د دوو کورنیو ترمنځ شخړه شوې وه او یوې خوا پر مقابل کور ډزې کړې وې، چې له امله یې یوه ماشومه وژل شوې ده.
تر اوسه د پکتیکا ولایتي چارواکو د یادو پېښو په اړه څه نه دي ویلي.
