په ننګرهار کې ځایي سرچینې وايي چې د دغه ولایت په سرهرود ولسوالۍ کې ناپېژانده وسلهوالو یو ځوان په ډزو وژلی دی.
د سرچینې په وینا، وژل شوی ځوان نثار احمد ستومان نومېده، چې د جمعې په ورځ، د تلې په ۲۴مه، په ننګرهار کې د «دوست» په نوم د یوې خصوصي راډیو په خپرونه کې مېلمه و.
سرچینه زیاتوي چې ستومان له راډیو څخه تر وتلو او بېرته کور ته د ستنېدو پر مهال د ناپېژانده وسلهوالو لهخوا په ډزو وژل شوی دی.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، نثار احمد ستومان د سرهرود ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی و او د حقوقو او سیاسي علومو په برخه کې یې د لېسانس تر کچې زدهکړې کړې وې.
تر اوسه کوم کس یا ډلې د دې پېښې مسوولیت نه دی منلی او په ننګرهار کې طالب چارواکو هم د پېښې په اړه رسماً څه نه دي ویلي.
په دې وروستیو کې د ننګرهار په مرکز او ولسوالیو کې د ورته مرموزو وژنو پېښې زیاتې شوې دي.
ننګرهار کې ناپېژانده وسلهوالو یو ځوان وژلی
څرگندونې نشته
څرگندونې نشته
