کله چې ملا هبت‌الله وایي، قوم‌پالنه بده ده

ملاهبت الله

د طالبانو ویاندویانو خبر ورکړی چې د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده له خپلو جنګیالیو غوښتي چې له «قوم‌پالنې او انډیوالۍ» څخه ډډه وکړي.

د طالبانو د مشر دا خبره (چې البته د هغه د ویاندویانو له خولې نقل شوې ده) د هغو ډېرو کسانو لپاره د حیرانتیا وړ ده چې د ملا هبت‌الله له نظره د «قوم‌پالنې» د کلمې پر مانا سم نه پوهېږي. ځکه د طالبانو حکومت د هغو حکومتونو له څرګندو بېلګو څخه دی چې قومي جوړښت لري او په خورا شدیده توګه قوم‌پالنې ته تمایل لري. ایا شونې ده چې د داسې حکومت مشر خپل پیروان له «قوم‌پالنې» څخه منع کړي؟

ځواب: هو، شونې ده؛ په دې شرط چې پوه شو د هبت‌الله له نظره قوم‌پالنه څه مانا لري.

په افغانستان کې معمولاً قوم‌پال هغه چا ته ویل کېږي چې د افغانستان له مشهورو قومونو څخه له یوه سره توکمیز تړاو ولري (لکه پښتون، هزاره، تاجک، ازبک، ترکمن او نور) او په نامعقوله او ناعادلانه توګه خپل قوم تر نورو ډېر مستحق وبولي او ورته زیات امتیاز او فضیلت قایل وي. دا تعریف علمي نه دی، خو د بحث موضوع راښيي. په عامه ژبه، قوم‌پال هغه څوک دی چې هر څه د غوښتلو وړ وي، د نورو له حقونو او غوښتنو پرته، د خپل قوم په ګټه راکاږي.

په همدې مانا چې ما بیان کړه، د افغانستان د خلکو ترمنځ قوم‌پالنه عموماً یوه ناسم او غندل کېدونکی تمایل ګڼل کېږي. قوم‌پالنه له همدې اړخه یو داسې تور دی چې ډېر خلک نه غواړي پرې تورن شي. په افغانستان کې د قوم‌پالنې عام مفهوم همدا دی؛ یعنې یو څوک د هېواد د ټولو قومونو او توکمیزو ډلو په منځ کې قوم‌پالنه کوي.

خو د ملا هبت‌الله په ذهن کې د قوم‌پالنې تصور بل ډول دی. د طالبانو مشر ـ چې د خپل حکومت ټول جوړښت یې په بشپړه توګه له نورو قومونو تش کړی ـ کله چې د «قوم» په اړه فکر کوي، یوازې پښتون قوم یې ذهن ته راځي، او کله چې د «قومونو» خبره کوي، موخه یې یوازې د پښتنو د قوم دننه بېلابېلې قبیلې دي. د هغه په اند، نور قومونه (لکه تاجک، هزاره، ازبک او نور) اصلاً وجود نه لري او په محاسبه کې نه راځي. د هغه موخه له قومونو څخه اسحاقزي، اڅکزي، نورزي، کرزي او دې ته ورته ډلې دي.

کله چې هغه وایي چې له قوم‌پالنې ډډه وکړئ، موخه یې دا نه ده چې د افغانستان له ټولو قومونو، لکه پښتون، تاجک، هزاره، ازبک، ترکمن، عرب او بلوچ سره یو شان چلند وکړئ. بلکې د طالبانو جنګیالیو ته یې مطلب دا دی چې: تاسو ټول پښتانه یاست؛ نو د سدوزي، اتمانزي، یوسفزي او ورته نورو ډلو بحثونه مه راپورته کوئ. هبت‌الله غواړي چې ټول پښتانه، له هرې قبیلې او خېل څخه چې وي، د ده سرتېري واوسي، د بېلابېلو قبایلو غږونو ته غوږ ونه نیسي او یوازې د ده فرمان د لارښوونې یوازینۍ سرچینه وبولي.

که قوم‌پالنه بده وي، نو د هبت‌الله له نظره یوازې په همدې مانا بده ده چې پورته بیان شوه. که نه، نو دا څه مانا لري چې د طالبانو مشر له قوم‌پالنې څخه د ډډې کولو سپارښتنه کوي، په داسې حال کې چې د ده خپل حکومت له هر اړخه سل په سلو کې قومي بڼه لري او په ټول هېواد کې داسې قوم‌پالې پالیسۍ پلي کوي چې د لیکوال په وینا، په ټوله نړۍ کې یې بله بېلګه نه لیدل کېږي؟

د کندهار د امیرالمؤمنین ډېری خبرې او سپارښتنې همداسې دي. کله چې وایي د علم زده کړه فرض ده، له همدې حالت سره مخ کېږو. هغه له علم څخه ځانګړې مانا اخلي چې د نورو خلکو له معمول مفهوم سره هېڅ تړاو نه لري. له همدې امله، د هغه خبره باید داسې ونه فهمول شي چې ګواکې دی د افغانستان د خلکو د لوستو یا په دې هېواد کې د علم د پراختیا پلوی دی. د هغه له نظره «علم» هماغه پخواني دیني روایتونه او فقهي مطالب دي چې ملایان یې د مدرسو په حجرو کې زده کوي او بیا یې ټول عمر تکراروي. د طالبانو د مشر په اند، د همدې «علم» زده کړه فرض ده.

کله چې هغه د «حق» خبره هم کوي، موخه یې هماغه حق دی چې د خپلو مدرسه‌یي زده‌کړو او فقهي پوهې له مخې یې په ذهن کې لري؛ نه بشري حقونه او نه هغه څه چې د مدني حقونو او بشري حقونو په نوم یې پېژنو. د هغه د لیدلوري له مخې، په دقیقه توګه په هماغه شېبه کې چې یوه نجلۍ له زده‌کړو منع کوو، د هغې حق مو ورکړی وي.

ډېری څارونکي د طالبانو د مشر په خبرو او کړنو کې تناقض ویني. د تناقض دا موندنه له دې ځایه سرچینه اخلي چې موږ د کلمو خپلې منل شوې ماناوې د طالبانو د مشر د کړنو پر وړاندې ږدو. په دې صورت کې یو لوی واټن څرګندېږي. خو بسنه کوي چې د ملا هبت‌الله په ذهنیت کې د قوم‌پالنې د بدوالي، د علم د زده‌کړې د فرض‌والي، د انسان د حقونو او دې ته ورته مفاهیمو مانا وپېژنو. بیا به ووینو چې په دې کې هېڅ تناقض نشته.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته