
فقر، بېروزګاري او لوږې د خلکو ژوند له بهران سره مخ کړی. Photo: Social Media
د تېر جمهوري نظام له نسکورېدو او پر افغانستان واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په دغه هېواد کې د خلکو اقتصادي وضعیت له جدي ننګونو او ترینګلتیاوو سره مخ شوی دی.
له دې سربېره د بهرنیو مرستو کمښت، د اقلیمي بدلون اغېزې، د ښځو پر کار محدودیتونه، د کډوالو ستنېدل او د ګاونډیو هېوادونو سره د طالبانو د اړیکو خرابوالی د خلکو د اقتصادي وضعیت د خرابېدو لامل شوي دي.
د افغانستان له نورو ولایتونو سربېره په سوېلي ولایتونو کې هم بې روزګاري، فقر بېوزلي او د خلکو اقتصادي وضعیت ورځ تربلې مخ په خرابېدو دی او ان زیاتره کورنۍ د یوه وخت لپاره نفقه هم نه لري.
زرغونه هغه کندهارۍ مېرمنه ده چې یوې ترافیکي پېښې یې خاوند ورڅخه اخيستى او دا يې اړه کړې چې هم د خپلو څلورو وړو اولادونو ساتنه او پالنه وکړي او هم هغوى ته نفقه پيدا کړي.
نوموړې په کندهار کې د طالبانو د مشر ملا هبت الله دفتر ته په درې کیلو مترۍ کې په یوه کنډواله کور کې خپلې شپې او ورځې سبا کوي.
نوموړې وایي، د خاوند له مړینې وروسته له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ شوې او ډېر کله د ګاونډویو له لوري ترسره کېدونکې مرستې ته سترګې پر لاره وي.
ددې بېوزلې مېرمنې په وینا، له یوې خوا د طالبانو له لوري ښځو ته اجازه نه ورکول کېږي چې له کور بهر کار وکړي او له بل لوري هغه ښځې په ښار کې د طالبانو لخوا نیول کېږي چې سوال کوي او د کورنۍ لپاره نفقه پیدا کوي.
زرغونه زیاتوي:«طالبانو یو ځل په کندهار ښار کې ونیولم چې ولې سوال کوې؟ ما ورته وویل په کور کې هیڅ نه لرم راشي او زما څېړنه وکړې بیا یې زما نوم د بېوزلو په لېست کې ولیکه؛ له دې نوملیکنې دوه میاشتې وروسته یې راسره ۱۵۰۰ افغانۍ مرسته وکړه او ویل یې هره میاشت به دا نغدي مرسته درسره کېږي. خو دا پېسې زما لپاره بسنه نه کوي ځکه یوازې ۹۰۰ افغانۍ د کور کرایه ورکوم بل هیڅ درک نه لرم.»

د بې وزلۍ له امله د خلکو اقتصادي وضعیت مخ پر خرابېدو دی. Photo: Etilaatroz
هغې زياته کړه، د خاوند په ژوندون يې هم ښه ژوند درلود؛ خو اوس شکايت کوي چې اقتصادي وضعيت يې دومره خراب دى چې له همدې امله ډېر وخت په نهاره وېده کېږي.
دا وايي، د خاوند له وژل کېدو وروسته پرې هومره کړاوونه او خوارۍ راغلل چې څوک به يې هم تاب را نه وړاى شي.
ياده ښځه چې سترګي يي د اوښکو څخه ډکي دي وايي، له یوې خوا اقتصادي ستونزې او له بلې خوا د کورنۍ سرپرست نشتون اندېښنه کړې او نه پوهېږي چې د اولادونه سمه پالنه او روزنه به په څه ډول وکړي.
زرغونې زیاته کړه:«پخوا له موږ سره د مرستندویه بنسټونو او موسساتو له لوري بشري مرستې ترسره کېدلې، خو دا څو کلونه کېږي چې اقتصادي وضعیت مو خراب شوی او هیڅوک راسره مرسته کوي ډېر کله په لمانځه کې د مرګ سوال کوم ځکه اقتصادي وضعیت مې ډېر خراب دی.»
نوموړې دغه راز نیوکه کوي، چې په ځلونو د طالبانو مرستندویه ادارو ته ورغلې؛ خو هغوی ورسره هېڅ ډول مرسته نه ده کړې او تش لاس بېرته خپل کور ته ستنه شوې.
دا بې وزلۍ ځپلې مېرمن وايي، که سوداګر او پانګوال ورسره په دې بد اقتصادي حالت کې مرسته وکړي او د خپل خاوند د درملنې په برخه کې یې لاسنیوی وکړي؛ نو ژوند به یې له کړاوونو وژغورل شي.

په افغانستان کې بېوزلي او بېروزګاري مخ په زیاتېدو. Photo: Etilaatroz
د کندهار يو بل اوسيدونکي حبیب الله چې اوس مهال د عینو مېنې په «رنګريزانو» کوڅه کې هټۍ لري له اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل، چې په دې وروستیو کې د خلکو اقتصادي وضعیت د تېر کلونو په پرتله په بیساري کچه خراب شوی او زیاتره کورنۍ د لوموړنیو توکو د اخیستو توان هم نه لري.
د هغه په وینا، پېردونکي یې د پخوا په پرتله ۶۰ سلنه کم شوي او ان ډېر کله د اخیستونکو د نشتون له امله د خپلې هټۍ کرایه او لګښتونه هم نشي پوره کولای.
نوموړی زیاتوي په پراخه کچه د خلکو بې روزګاري، پر افغانستان د بهرنیو مرستو کمېدل، د ټرانزیټي لارو تړل کېدل، د توکو لوړې بیې او د طالبانو له لوري له خلکو په لوړه کچه مالیه اخیستل هغه لاملونه دي چې له کبله یې د عامو وګړو اقتصادي وضعیت ورځ تربلې مخ په خرابېدو دی.
حبیب الله زياتوي:«د پخوا په پرتله دوکانداري کمه شوې داسې وخت هم راځي چې په یوه میاشت کې هیڅ سودا هم نه کېږي، پاکستان سره ټولې لارې تړل شوې ورسره پر هر څه مالیه لوړه شوې او د هر توکي قیمت لوړی شوی دی؛ بس خلک دومره کوي هغه لومړني توکي واخلي چې اړتیا لري.»
له دې سربېره د کندهار په ګاونډ روزګان، زابل او هلمند ولایتونو کې هم د روغتیایي او بشري خدمتونو وړاندې کول کم شوي، کاري فرصتونه له منځه تللي او د خصوصي سکتور ونډه په کاري برخه کې کمزورې شوې.
اختر محمد د هلمند مرکز لښکرګاه ښار کې له کلونو راهیسې دوکانداري کوي وایي، په دې ولایت کې بیروزګاري اوج ته رسیدلې چې له امله یې ښار کې جنایي جرمونه زیات شوي دي.
د هغه په وینا، همدا تېره میاشت یې غلو د شپې له تیارې څخه په استفادې دوکان وهلی او د نغدو پېسو په ګډون ترې مهم توکي ورڅخه غلا کړي دي:«دلته په هلمند کې کارو بار په ټپه دريدلی دی، غلاوي زياتي شوي دي زما ټول دوکان يي غلا کړی اوس تش الماريو ته ناست يمه هيڅ يوه روپۍ هم نه لرمه؛ چې ځان ته بیا د پخوا په څير دوکان جوړ کړمه دغه هره څه چې کيږي دا ټول د بې روزګارۍ له امله کېږي د خلکو ژوند ورځ تربلې له اقتصادي ستونزو سره مخ دی په لښکرګاه ښار کې غلاوې زیاتې شوې دي.»

په افغانستان کې د خلکو د اقتصادي وضعیت انځور. Photo: Social Media
نوموړی اندېښمن دی چې ډیری خلک نه توانیږي د ژوندانه لمړني د اړتیا وړ خوراکي توکي تامین کړي او په راتلونکي کې به د بیوزلۍ ګراف لا لوړ شي.
په همدې حال کې مدني فعال محمد قسیم باوري وايي، اقتصادي ستونزې د بې روزګارۍ او د جنایي پېښو د زیاتوالي ترمنځ مستقیم تړاو شتون لري، ځکه ډېر کله دخلکو اقتصادي فشارونه او د عاید نشتوالی ډېری وخت خلک غیرقانوني لارو ته مجبوره کوي.
نوموړی په هېواد کې د بشري مرستو کمېدل، بې روزګاري، فقر او غربت د جنايي پيښو د ګراف د لوړيدو لامل بولي: «اوس د خلکو تر ټولو ستره اړتیا د کار او عاید پیدا کول دي که اقتصادي فعالیتونه پیاوړي نه شي او خلکو ته د کار زمینه برابره نه شي، یوازې لنډمهاله مرستې نه شي کولی د کورنیو اقتصادي ستونزې حل کړي.»
نوموړی په هېواد کې د بنسټیزو پروژو پلي کېدل، د کورنیو تولیداتو پياوړتیا، د خصوصي سکټور ملاتړ، د وړو کاروبارونو چمتو کول، د ځوانانو لپاره په بېلابېلو برخو کې کاري فرصتونو برابرول هغه اړیتاوې بولي چې په واسطه یې اوسنی وضعیت بدلون کولای شي.
هغه زیاتوي:«د طالبانو د حکومت لپاره په کار ده چې بنسټیزې پروژې پلې کړيچې ټول افغانان لږ ترلږه د شپې يوه ګوله وچه ډوډۍ پیدا کړي اوس خو یوازي هغه طالبان چې معاشونه لري هغوي ډوډی لري نور ټول افغان ولس وږی ويده کيږي طالبان مسوله دي چې ددغه وضعيت څخه د وتلو لاري چاري پیدا کړي.»
بلخوا، د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني هم څه موده وړاندې د اسد پر ۲۸ د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د ۱۰۷مې کالیزې په نمانځغونډه کې په هېواد کې روان حالت دانديښنې وړ وبللی او د خلکو د ستونزو حل يي د طالبانو د حکومت مسووليت ياد کړی و: «زموږ دنده یوازي د امنیت تأمینول نه دي؛ بلکي باید ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړو او بېروزګاري تر ممکنه ټیټې کچي راولو.»
په ورته مهال نړیوال بانک ويلي، چې د چټک نفوس زیاتوالي او د هېواد ته د میلیونونو افغان کډوالو د بېرته ستنېدو له امله د اقتصادي ودې ډېری ګټې کمزورې شوې دي.
د اطلاعات روز د مالوماتو له مخې، په سوېلي حوزه کې د بې روزګارۍ او د کورنیو د اقتصادي ستونزو له امله پر خوارځواکۍ اخته ۲۱ زره ماشومان په کندهار کې ۶۹ زره، په هلمند کې نږدې ۵۵ زره او په زابل کې شاوخوا ۱۵ زره ماشومان روغتايي مرکزونو ته ور وړل وشي دي.
دا اندېښنې داسې مهال راپارېدلې چې تازه د خوړو نړیوال پروګرام ويلي چې په افغانستان کې ميليونه وګړي بېړنيو مرستو ته اړتيا لري او خبرداری ورکړي چې که پر وخت مرستې ترسره نشي په افغانستان کې به ميليونونو وګړي له ګڼو سختيو سره مخامخ شي.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې په بېلابېلو ولایتونو کې د ولسي خلکو اقتصادي وضعیت سخت خراب شوی، چې له امله یې یو شمېر کورنیو د خپلو اقتصادي ستونزو د حل په موخه د خپلو کورنیو غړي پلورلي او یا یې د پیسو په بدل کې د پاخه عمر کسانو ته په نکاح ورکړي دي.
