په فرانسه کې اعتراضونه؛ نږدې زر کسان نیول شوي

د فرانسې د کورنیو چارو وزارت وايي، د تېرې ورځې (شنبه، د لړم ۲) په ټول هېواد کې د پراخو اعتراضونو پر مهال نږدې زر کسان نیول شوي دي.

د «فرانس ۲۴» شبکې د راپور له مخې، د فرانسې د کورنیو چارو وزیر، لوران نونز ویلي، پولیسو نږدې زر کسان نیولي دي.

نونز ویلي: «امنیتي ځواکونو د افراطي کیڼ اړخو له نقاب‌اغوستونکو کسانو سره د ډېرې لوړې کچې تاوتریخوالي سره مخ شول.»

په فرانسه کې د اعتراضونو له تنظیموونکو اتحادیو څخه یوې، «سي‌جي‌تي»، اعلان کړی چې د اعتراضونو په تازه پړاو کې په ټول هېواد کې شاوخوا ۸۰۰ زره کسانو ګډون کړی دی.

د اعتراضونو او نیونو له پراخوالي سره سره، د فرانسې د کورنیو چارو وزیر ویلي چې «لاریونونه په ښه توګه ترسره شول».

د تېرې ورځې اعتراضونه په پاریس او د فرانسې په نورو ښارونو کې د تېرې اوونۍ له تاوتریخجنو لاریونونو یوه اوونۍ وروسته ترسره شول. د تېرې اوونۍ اعتراضونه وروسته له هغه په تاوتریخوالي واوښتل چې د لیموژ ښاروالۍ ودانۍ ته اور واچول شو، له پولیسو سره د اعتراض کوونکو نښتې وشوې، څو پلورنځي لوټ شول او پولیسو لاسي بمونه او اوښکې بهوونکی ګاز وکارول. د راپور له مخې، په هغو پېښو کې تر ۲۷۰۰ ډېر کسان نیول شوي وو.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته