عراقچي: که جګړه وشي او که نه، زموږ سیاستونه پر خپل ځای پاتې کېږي

د امریکا د چارواکو له هغو څرګندونو سره هم‌مهاله چې پر ایران د امریکا د نویو بریدونو احتمال یې مطرح کړی، د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، چې «که جګړه وشي او که نه، زموږ سیاستونه پر خپل ځای پاتې کېږي».

عراقچي نن (یک‌شنبه، د لړم ۳) په تهران کې یوې غونډې ته ویلي، که عقلانیت موجود وي، نو پر ایراني وګړو به بیا پوځي بریدونه ونه شي.

دوه ورځې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په فلوریډا کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال پر ایران د بیا بریدونو احتمال مطرح کړ او ویې ویل: «کېدای شي د “حماسي غوسې” عملیاتو په څېر یو بل کوچنی عملیات ترسره کړو، یا کېدای شي هغوی هوکړې ته ورسېږي.»

ټرمپ زیاته کړې: «که د ایران چارواکي هوښیار وي، په اسانۍ به ووایي چې راځئ، اصلي موضوع ته ولاړ شو. خو شک لرم چې داسې وکړي؛ ځکه ښايي دومره هوښیار نه وي.»

د راپور له مخې، امریکا او ایران له څلوېښت ورځنۍ جګړې وروسته د پاکستان په منځګړیتوب د جګړې د پای ته رسولو په اړه یوې هوکړې ته رسېدلي وو؛ خو د هرمز تنګي په اړه د دواړو لورو اختلاف د دې هوکړې د ماتېدو او د نښتو د بیا پیل لامل شو.

که څه هم په وروستیو اوونیو کې د امریکا او ایران ترمنځ نښتې درېدلې دي، خو په ورته وخت کې د بیا جګړې احتمال هم مطرح شوی دی.

عراقچي په خپله نننۍ وینا کې د هرمز تنګي په اړه ویلي، چې دغه تنګی د لسیزو لپاره پرانیستی و او ایران او عمان، چې د دې تنګي پر غاړه پراته دوه هېوادونه دي، د تګ راتګ پر وړاندې هېڅ خنډ نه و جوړ کړی، بلکې امنیت او خوندیتوب یې تأمین کړی او د چاپېریال ساتنه یې کړې ده.

خو د نوموړي په وینا، د هرمز تنګي اداره به نور د پخوا په څېر نه وي.

عراقچي د سیمې د امنیت په اړه ویلي، چې تهران باور لري، سیمه باید له داسې سولې او ثبات څخه برخمنه وي چې په خپله د سیمې د هېوادونو له لوري او له بهرني لاسوهنې پرته تأمین شي.

هغه زیاته کړې: «په سیمه کې د امریکا پوځي اډو هېچا ته سوله او امنیت نه دی راوړی. هغو هېوادونو ته یې هم سوله او امنیت نه دی راوړی چې د دغو اډو کوربه‌توب کوي؛ بلکې برعکس، همدا اډې د هغوی د ناامنۍ لامل شوې دي.»

عراقچي ټینګار کړی، چې سیمه باید د خپلې سولې او ثبات لپاره داسې لوري ته حرکت وکړي، چې د بهرنیو ځواکونو حضور صفر ته راټیټ شي.

نوموړي ویلي: «د سیمې ټولې مسئلې له یو بل سره تړلې دي. ناشونې ده چې د سیمې په یوه برخه کې جګړه او نښته وي، خو په بله برخه کې د سولې تمه ولرو. له امریکايي لوري سره په ټولو هغو خبرو کې چې د پاکستان، قطر او نورو په منځګړیتوب مو کړې دي، ټینګار مو کړی چې باید په ټولو جبهو کې جګړه پای ته ورسېږي؛ که نه، په سیمه کې به ثبات رامنځته نه شي.»

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته