د امریکا پخواني ولسمشر باراک اوباما د ایران په اړه د ډونالډ ټرمپ پر سیاستونو نیوکه کړې، د ایران د اټومي هوکړې (برجام) دفاع یې کړې او ویلي یې دي، چې حکومت یې د ډیپلوماسۍ له لارې د ایران د اټومي وسلو د ترلاسه کولو مخه نیولې وه، پرته له دې چې یو توغندی هم وتوغوي.
اوباما د شنبې په ورځ (د لړم ۲مه) د امریکا د اوهایو ایالت په کلیولنډ ښار کې د ټاکنیزې غونډې پر مهال د ۲۰۱۵ کال اټومي هوکړې ته په اشارې وویل، چې واشنګټن د ایران د غني شوي یورانیمو ډېره برخه له دغه هېواده بهر کړې وه.
هغه وویل: «ایران اټومي وسلې نه لرلې، ځکه ما داسې هوکړه رامنځته کړې وه، چې ټولو منله د ایران د اټومي وسلو د ترلاسه کولو مخه نیسي. د دې کار لپاره مې ان د یوه توغندي توغولو ته هم اړتیا نه درلوده؛ یوازې ډیپلوماسۍ ته اړتیا وه.»
اوباما زیاته کړه، چې د ایران د اټومي وسلو د جوړولو د مخنیوي لپاره د څارنې او ارزونې داسې میکانیزمونه جوړ شوي وو، چې ډاډ ترلاسه شي تهران د اټومي وسلو د جوړولو پر لور حرکت نه کوي.
د امریکا پخواني ولسمشر ټینګار وکړ، چې دغه لاسته راوړنه د خبرو اترو له لارې ترلاسه شوې وه. هغه د ایران په اړه د ټرمپ د حکومت پوځي سیاست تر پوښتنې لاندې راوست او د خپل حکومت له ډیپلوماټیک چلند سره یې پرتله کړ.
نوموړي زیاته کړه، چې د ټرمپ د پوځي سیاست له امله «ایران عملاً د هرمز تنګي له لارې د تېلو پر لېږد د ویټو واک ترلاسه کړی دی. د امریکا متحدین او پوځي اډې تر بریدونو لاندې راځي، امریکایان وژل شوي، سلګونه نور ټپیان شوي او زموږ د توغندیو زېرمې کمې شوې دي.»
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا اوسنی ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران د اټومي وسلو د ترلاسه کولو مخنیوی خپله تر ټولو لویه لاسته راوړنه بولي. هغه په ۲۰۱۷ کال کې د برجام له هوکړې ووت او څو ځله یې ویلي، چې د ایران پر اټومي تاسیساتو پوځي برید او د هغو ویجاړول هغه کار و، چې اوباما او جو بایډن باید ترسره کړی وای.
ټرمپ، سره له دې چې څو ځله یې د نطنز، فردو او اصفهان پر اټومي تاسیساتو په بریدونو کې د ایران د یورانیمو د غني کولو د وړتیا د له منځه وړلو خبره کړې، بیا هم پر ایران د نورو بریدونو، د «کوه کلنګ» په نوم د تاسیساتو په ګډون، ټینګار کړی دی.
ډونالډ ټرمپ پرون په فلوریډا کې له خبریالانو سره د خبرو پر مهال یو ځل بیا پر ایران د احتمالي پوځي برید خبره مطرح کړه، خو په ورته وخت کې یې د تهران او واشنګټن ترمنځ د هوکړې د امکان یادونه هم وکړه.
ټرمپ د امریکا د منځمهالو ټاکنو په لومړنۍ رایهاچونه کې تر ګډون وروسته، له ایران سره د جګړې په اړه د خبریالانو د پوښتنې په ځواب کې وویل: «کېدای شي اړ شم چې کار پای ته ورسوم، یا ښايي هغوی هوکړې ته ورسېږي. خو ډاډه نه یم. په هر صورت، موږ بریالي کېږو.»
هغه د ایران پر وړاندې د احتمالي برید د پرېکړې د وخت په اړه د یوې بلې پوښتنې په ځواب کې وویل: «موږ پرې فکر کوو، کېدای شي ان سبا هم. رښتیا فکر کوئ، که د داسې کار کولو نیت ولرم، تاسو ته به یې ووایم؟»
