نړیوالو رسنیو راپور ورکړی، چې اسرائیلي ځواکونو د اشغال شوې لوېدیځې غاړې په الخلیل ښار کې شاوخوا ۱۲۰۰ فلسطینیان اړ کړي، چې خپل کورونه پرېږدي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د الخلیل ښاروال یوسف الجعبري ویلي، چې شاوخوا ۱۳۰۰ نور فلسطینیان هم د خپلو کورونو د له لاسه ورکولو له ګواښ سره مخ دي.
دا اقدام یوه ورځ وروسته له هغه شوی، چې د راپور له مخې، په دغه ښار کې د فلسطینیانو په یوه برید کې دوه اسرائیلي سرتېري وژل شوي وو.
د فلسطیني بندیانو کلب په نوم یوې نادولتي ادارې ویلي، چې اسرائیلي ځواکونو له دغه برید وروسته، د جمعې او شنبې په ورځو کې شاوخوا ۷۰ فلسطینیان نیولي دي.
د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو له دغه برید وروسته ویلي وو، چې پوځ به په الخلیل کې پراخ پوځي عملیات پیل کړي.
اسرائیلي پوځ ویلي، چې د الخلیل ښار په «الجلده» او «عین دیربحت» سیمو کې یې د وسلهوالو د پېژندلو او د وسلو د موندلو په موخه عملیات کړي او د ځینو ودانیو د ویجاړولو پلان هم لري.
د فلسطین خپلواکې ادارې دغه عملیات «ډلهییزه سزا» بللې او غندلي یې دي.
د الخلیل اوسېدونکو رویټرز ته ویلي، چې اسرائیلي پوځ ګڼ داسې کسان هم له خپلو کورونو ایستلي، چې له فلسطیني بریدګرو سره یې هېڅ تړاو نه درلود.
مجدي ناصر، چې له خپل کور څخه ایستل شوی، ویلي: «موږ له چارواکو غواړو چې زموږ ملاتړ وکړي، ځکه موږ په دې پېښو کې هېڅ لاس نه لرو. دلته ماشومان دي. موږ ګوښه شوي یو او هېڅ کار نه کوو. دا ټول اقدامات خپلسري دي.»
د الخلیل اوسېدونکو همداراز ویلي، چې اسرائیلي سرتېرو د فلسطینیانو تر ایستلو وروسته د هغوی پر کورونو د تور رنګ د ضربدر نښې رسم کړې دي. تر اوسه څرګنده نه ده، چې دغه نښې څه معنا لري.
دا عملیات په داسې مهال ترسره کېږي، چې د اسرائیل پارلماني ټاکنو ته یوازې درې ورځې پاتې دي. د الخلیل ښاروال دغه عملیات د اسرائیل له ټاکنو سره تړلي بللي او ویلي یې دي، چې نتانیاهو او په کابینه کې یې سختدریځي وزیران هڅه کوي، چې د اسرائیلي مېشتځایونو د اوسېدونکو ډېرې رایې ترلاسه کړي.
اسرائیل په وروستیو کلونو کې په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې د یهودي مېشتځایونو جوړول په چټکۍ پراخ کړي دي؛ هغه اقدام چې ملګري ملتونه او د نړۍ ګڼ هېوادونه یې ناقانونه بولي.
