د طالبانو د یوه چارواکي په وینا، سږ کال د نشه‌یي توکو په تړاو له ۱۰ زرو ډېر کسان نیول شوي دي

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې معین عبدالرحمان منیر وايي، په روان میلادي کال کې په افغانستان کې د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې په عملیاتو کې ۱۰ زره او ۶۵ کسان نیول شوي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت دغه معین نن (سه‌شنبه، د لړم ۵مه) د «د افغانستان اسلامي امارت د نشه‌یي توکو پر وړاندې مبارزه؛ واقعیتونه او لاسته راوړنې» تر سرلیک لاندې په یوه غونډه کې دغه شمېرې وړاندې کړې دي.

هغه ویلي چې طالبانو په روان میلادي کال کې د نشه‌یي توکو پر وړاندې ۲۵ زره او ۱۱۶ عملیات ترسره کړي چې په پایله کې یې یاد کسان نیول شوي دي.

عبدالرحمان منیر زیاته کړې چې په همدې موده کې د کوکنارو او چرسو ۲۶ زره او ۵۰۰ هکټاره کرنیزه ځمکه له منځه وړل شوې، د نشه‌یي توکو د پروسس ۳۰۱ لابراتوارونه، د کیمیاوي ګولیو د تولید دوه کارخانې او د الکولي مشروباتو د تولید ۱۵ کارخانې کشف او له منځه وړل شوې دي.

هغه په افغانستان کې د نشه‌یي توکو د کښت د مخنیوي لپاره د بدیلې معیشت برابرولو او د قانوني کرنیزو محصولاتو د ملاتړ غوښتنه کړې ده.

د طالبانو مشر هبت‌الله اخوندزاده د دې ډلې له بیا واکمنېدو وروسته د یوه فرمان په صادرولو سره د نشه‌یي توکو کښت، تولید او قاچاق منع اعلان کړي دي.

خو د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې، د افغانستان په ځینو سیمو کې لا هم کوکنار کرل کېږي او د مصنوعي نشه‌یي توکو تولید هم زیات شوی دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته