ملګري ملتونه: کابل ښې ښاري پلان جوړونې ته اړتیا لري

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مېشتېدنې پروګرام وايي چې کابل ښې ښاري پلان جوړونې او پانګونې ته اړتیا لري.

دې ادارې نن (سه‌شنبه، ۵ عقرب) په اېکس ټولنیزه شبکه کې د کابل ښار نقشې خپرې کړې دي، چې ښيي د افغانستان پلازمېنه په ۲۰۲۴ کال کې د ۲۰۰۴ کال په پرتله په پراخه کچه پراخه شوې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري مېشتېدنې پروګرام د «ښارونو نړیوالې ورځې» په درشل کې په خپل پیغام کې ویلي چې کابل د مناسب ملاتړ په ترلاسه کولو سره کولای شي د میلیونونو وګړو لپاره په یوه پوینده او غوړېدونکي استوګنځي بدل شي.

تر دې مخکې هم دې ادارې د ګڼو راپورونو په خپرولو سره ویلي وو چې په افغانستان کې د جمهوري نظام د دوو لسیزو پر مهال ښاري کېدل زیات شوي او ښارونه له اړینو زېربناوو پرته، په بې‌نظمۍ سره پراخ شوي دي.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، په ۲۰۲۴ میلادي کال کې د افغانستان د ښاري وګړو شمېر شاوخوا ۱۱.۴ میلیونو ته رسېدلی و. په تېرو دوو کلونو کې له پاکستان او ایران څخه د میلیونونو افغان کډوالو د جبري ایستلو له امله د ښاري وګړو شمېر لا هم زیات شوی دی.

ملګرو ملتونو په ۲۰۲۴ کال کې ویلي وو چې د افغانستان تر ۲۷ سلنې ډېر وګړي په ښارونو کې ژوند کوي. کابل او هرات، چې د ښاري وګړو تر ټولو ډېر شمېر لري، د چټک ښاري کېدو او اقلیمي بدلونونو له امله له فشار سره مخ دي.

مهاجرت، د کډوالو بېرته راستنېدل، په کلیو کې بېوزلي او بېکاري، او طبیعي پېښې لکه وچکالي او سېلابونه په افغانستان کې د ښاري کېدو د زیاتوالي له مهمو لاملونو څخه ګڼل کېږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته