د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت وايي، له دې وروسته په ودونو، جشنونو او ورته نورو غونډو کې د «پټاقیو» او ورته توکو کارول په بشپړه توګه منع دي.
دغه وزارت نن (سهشنبه، د لړم ۵مه) په یوه اعلامیه کې ویلي: «د خوښۍ مراسم باید د اسلامي لارښوونو او د شریعت د اصولو له مخې ترسره شي، نه دا چې د ځوروونکو کړنو له امله ماشومان، ښځې، سپینږیري، ناروغان او نور ښاریان ووېرېږي او ناراحته شي.»
د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د پټاقیو او ورته توکو واردوونکو، تولیدوونکو، پلورونکو او کاروونکو ته خبرداری ورکړی چې د دې لارښوونې د سرغړونې په صورت کې به ورسره «شرعي او قانوني چلند» وشي.
د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر مأموران په هېواد کې د ودونو او جشنونو څارنه کوي او څو ځله یې پر داسې مراسمو چاپې وهلې او ګډونوال یې د موسیقۍ د غږولو یا خپرولو په تور نیولي دي.
دغه وزارت په خپله اعلامیه کې د پټاقیو د کارولو د بندیز په اړه له ښاریانو غوښتي چې د دې بندیز په پلي کولو کې همکاري وکړي.
دغه وزارت، چې د بشري حقونو او د ښاریانو د اساسي حقونو په نقض تورن دی، د دې بندیز موخه «د خلکو د ارامۍ او هوساینې ساتل، د هغوی د رواني امنیت خوندي کول او د مشروع حقونو ملاتړ» بللی دی.
تر دې مخکې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت هم د هېواد په ځینو ښارونو کې د شپې له نهو بجو وروسته د پټاقیو کارول منع کړي وو.
خو له دې سره سره، په کابل او د هېواد په ځینو نورو ښارونو کې لا هم پټاقۍ کارول کېږي، چې د ښاریانو رواني ارامتیا ګډوډوي.
