متقي: په ګاونډیو هېوادونو کې د نشه‌یي توکو کښت او قاچاق زموږ لویه اندېښنه ده

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي، د کوم ځانګړي هېواد له نوم اخیستو پرته، وايي چې اوس مهال د افغانستان په ګاونډ کې د نشه‌یي توکو پراخ کښت او قاچاق د دغې ډلې تر ټولو لویه اندېښنه او ستونزه ده.

متقي دغه څرګندونې نن (سه‌شنبه، د لړم ۵مه) د «افغانستان اسلامي امارت د نشه‌یي توکو پر وړاندې مبارزه؛ واقعیتونه او لاسته راوړنې» تر سرلیک لاندې په یوه غونډه کې کړې دي. په دې غونډه کې په کابل کې مېشتو بهرنیو سفیرانو او د نړیوالو سازمانونو استازو هم ګډون درلود.

د هغه په وینا، که نړیواله ټولنه د افغانستان په ګاونډیو هېوادونو کې د نشه‌یي توکو د تولید او قاچاق مخنیوي ته پاملرنه ونه کړي، د طالبانو مبارزه به نیمګړې پاتې شي.

متقي همداراز ویلي، که د نشه‌یي توکو پر وړاندې د طالبانو اقدامات په دقیقه توګه وارزول نه شي، د نشه‌یي توکو د کنټرول په اړه راپورونه په غیرمسلکي ډول چمتو شي، د سیمو واقعي ارزونه ونه شي او یا مغرضانه روایتونه خپاره شي، نو د دغې ډلې د مبارزې بهیر ته به لوی زیان ورسېږي.

هغه ویلي چې د طالبانو د مشر هبت‌الله اخوندزاده هغه فرمان چې د نشه‌یي توکو کښت، تولید او قاچاق یې منع کړي، د نشه‌یي توکو په اړه د دغې ډلې د پرېکنده دریځ څرګندونه کوي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال محمد نعیم هم په دې غونډه کې خبرې کړې دي. هغه د طالبانو د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې د «لاسته راوړنو» د ساتلو لپاره د بزګرانو د بدیل معیشت برابرول، د روغتیايي مرکزونو ملاتړ، تخنیکي همکاري او سیمه‌ییزه همغږي اړین بللي دي.

طالبان پر افغانستان له بیا واکمنېدو راهیسې ادعا کوي چې په هېواد کې یې د کوکنارو کښت صفر ته رسولی او د نشه‌یي توکو پر وړاندې یې پرېکنده مبارزه کړې ده.

خو د ملګرو ملتونو راپورونه ښيي چې د افغانستان په ځینو سیمو کې لا هم کوکنار کرل کېږي او د مصنوعي نشه‌یي توکو تولید هم زیات شوی دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته