د ایران د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې له دې وروسته به د بریتانیا سمندري او هوايي ځواکونه د ایران لهخوا «ترهګر سازمانونه» ګڼل کېږي.
دغه وزارت په هغې اعلامیه کې چې نن (یکشنبه، د عقرب ۱۰مه) یې خپره کړې، ویلي چې د بریتانیا د بهرنیو استخباراتو اداره (MI6) یې هم د «دښمنو ډلو» په نوملړ کې شامله کړې ده.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دا پرېکړه د دغه هېواد د ملي امنیت عالي شورا د مصوبې له مخې او په تېرو یوه کال کې د ایران پر وړاندې د بریتانیا د حکومت د اقداماتو په ځواب کې شوې ده. په دغو اقداماتو کې د ایران پر وړاندې د امریکا او اسرائیل په جګړه کې د بریتانیا ګډون او د ایران د سپاه پاسداران په نوملړ کې د ترهګرو ډلو په توګه شاملول یاد شوي دي.
دغه وزارت ادعا کړې چې دا اقدام «د نړیوالو حقوقو د اصولو او د متقابل عمل د اصل په چوکاټ کې شوی او د پایلو مسوولیت به یې د بریتانیا د حکومت پر غاړه وي».
د بریتانیا حکومت د ۱۴۰۵ لمریز کال د سرطان په ۲۲مه د ایران سپاه پاسداران «ترهګر سازمان» اعلان کړ او له دې ډلې سره یې د همکارۍ لپاره سختې سزاوې وټاکلې.
بریتانیا د امریکا او اسرائیل لهخوا پر ایران د جګړې پر مهال، سره له دې چې په لومړي سر کې یې د امریکا غوښتنه نه وه منلې، وروسته یې د دغه هېواد د پوځي اډو د کارولو غوښتنه ومنله. بریتانیا امریکا ته اجازه ورکړه چې د دفاعي او لوژستیکي عملیاتو لپاره په دغه هېواد کې د فېرفورډ هوايي اډه او په قبرس کې د ډېګو ګارسیا او اکروتیري اډې وکاروي.
بریتانیا همدارنګه د ایران د بېپیلوټه الوتکو او توغندیو په شنډولو کې له سیمې له هېوادونو سره همکاري کړې او د «اېچاېماېس ډراګون» جنګي بېړۍ یې د بېپیلوټه الوتکو ضد دفاعي سیسټمونو سره ختیځې مدیترانې ته استولې ده.
