فرانسوي چارواکي وايي، د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکي ځواک د فرانسې د خوراکي توکو پر پلورنځیو د سایبري بریدونو تر شا دی. پاریس ویلي چې پر تهران به بندیزونه ولګوي.
د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، د اکتوبر په ۱۱مه او ۱۲مه د سایبري بریدونو پر مهال د دغه هېواد د ګڼو سوپرمارکېټونو د یخچالونو سیسټمونه په نښه شوي وو.
د دغو بریدونو له امله د یخچالونو تودوخه لوړه شوې وه او په ځینو مواردو کې پلورنځي اړ شوي وو چې ټول ژر خرابېدونکي خوراکي توکي له منځه یوسي.
د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر، ژان نوېل بارو، د شنبې په ورځ (د لړم ۱۸مه) د دغو بریدونو په اړه وویل: «زه تاییدولی شم چې دا برید د ایران د اسلامي جمهوریت د اسلامي انقلاب ساتونکي ځواک (سپاه پاسداران) ترسره کړی دی.»
هغه زیاته کړه: «دا برید هم د پراخوالي او هم د تهاجمي بڼې له مخې بېساری دی.»
بارو وویل: «دا زموږ د هېواد پر خاوره د تخریب په موخه لومړنی پراخ سایبري برید دی او د فرانسې ملي ګټو او د خلکو امنیت ته ستر ګواښ ګڼل کېږي.»
هغه زیاته کړه چې د دې برید د ټولو مسؤلینو پر وړاندې به د اروپا په کچه بندیزونه ولګوي.
بارو په ځانګړي ډول د فرانسې د سوپرمارکېټونو پر سیسټمونو د برید یادونه وکړه او ویې ویل چې ۷۰۰ پلورنځي په نښه شوي وو.
خو د اروپا په نورو هېوادونو کې هم ورته پېښې راپور شوې دي.
د نومبر په دویمه د اروپا په لږ تر لږه نهو نورو هېوادونو کې د خوراکي توکو پلورنځي د خپلو فریزرونو د سیسټمونو د مشکوکو سایبري بریدونو هدف ګرځېدلي وو.
د پاریس څارنوالۍ اعلان کړی چې د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکي ځواک پورې اړوند د یوې سایبري ډلې په اړه یې څېړنې پیل کړې دي.
د پاریس څارنوالې، لور بکو، په یوه اعلامیه کې ویلي: «د شهید کاوه په نوم د ایراني ډلې د مشر، د هغه د دوو مرستیالانو او هر هغه بل کس پر وړاندې قضايي څېړنې پیل شوې دي چې د څېړنو په بهیر کې یې هویت معلوم شي. دغه ډله د اسلامي انقلاب ساتونکي ځواک د برېښنايي او سایبري مرکز (IRGC-CEC) پورې تړلې یوه تهاجمي سایبري څانګه ده.»
بارو وویل چې فرانسې په پاریس کې د ایران سفیر احضار کړی، څو د دې «خورا جدي اقدام» په اړه خپل سخت اعتراض ورته څرګند کړي.
هغه زیاته کړه: «موږ به د دې پېښې د ځواب او د هر هغه چا د مخنیوي لپاره چې ښايي د ورته برید د تکرار هڅه وکړي، ټول اړین او متناسب اقدامات، که ښکاره وي او که پټ، ترسره کړو.»
د بارو له څرګندونو وروسته، د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسؤلې، کایا کالاس، وویل: «زموږ ځواب باید پرېکنده وي.» هغې زیاته کړه چې په دې وروستیو کې د دې برید د ایران له لوري د ترسره کېدو په اړه خبره شوې ده.
