د امریکا د استازو جرګې دوه دیموکرات استازي هڅه کوي چې د دې جرګې د جمهوريپالو مشرانو له لارې تېرېدو پرته، د افغان وګړو لپاره د لنډمهالي خوندي وضعیت (TPS) موضوع د رایې اچونې لپاره وړاندې کړي.
د انبيسي نیوز د راپور له مخې، دغو دوو استازو د دوشنبې په ورځ (د لړم ۱۸مه)، وروسته له هغې چې کانګرس بېرته واشنګټن ته ستون شو، د «قانوني طرحې د مخته وړلو غوښتنلیک» (Discharge Petition) وړاندې کړ.
د کولوراډو ایالت دیموکرات استازي جېسن کرو او د کالیفورنیا ایالت دیموکرات استازي سام لیکارډو دغه غوښتنلیک ثبت کړی دی.
د دوی د غوښتل شوې قانوني طرحې د عملي کېدو لپاره باید د استازو جرګې د ۲۱۸ غړو لاسلیکونه ترلاسه کړي. دغه طرحه افغان پناهغوښتونکو ته اجازه ورکوي چې د ۲۰۲۹ کال تر نیمايي پورې په امریکا کې له شړلو څخه خوندي پاتې شي.
د لنډمهالي خوندي وضعیت (TPS) پروګرام چې په ۱۹۹۰ کال کې د کانګرس له خوا رامنځته شوی، د امریکا د کورني امنیت وزارت تر څارنې لاندې یو پروګرام دی چې کډوالو ته اجازه ورکوي، په هغه صورت کې چې د دوی اصلي هېوادونه ناامنه اعلان شوي وي، تر ۱۸ میاشتو پورې په امریکا کې ژوند او کار وکړي. دغه موده غځېدای هم شي.
د ډونالډ ټرمپ ادارې د ۲۰۲۵ کال په مې میاشت کې د افغانستان لپاره لنډمهالی خوندي وضعیت لغوه کړ؛ هغه وضعیت چې د پخواني ولسمشر جو بایډن ادارې په ۲۰۲۲ کال کې د افغانستان لپاره په پام کې نیولی و.
د امریکا د کورني امنیت هغه مهال وزیرې، کریسټي نوم، وویل:
«دغه اداره هڅه کوي چې د لنډمهالي خوندي وضعیت پروګرام بېرته خپل اصلي هدف ته راوګرځوي، یعنې لنډمهالی پاتې کېدل.»
هغې زیاته کړه:
«د افغانستان امنیتي وضعیت ښه شوی او د دغه هېواد اقتصاد چې د ثبات پر لور روان دی، نور د افغانانو د بېرته ستنېدو پر وړاندې خنډ نه ګڼل کېږي.»
په داسې حال کې چې د ټرمپ ادارې په دې وروستیو کې غوښتل لسګونه افغان کډوال او پناهغوښتونکي پاکستان ته وشړي، د فدرالي محکمې یوه قاضي تېره اوونۍ په لنډمهالي ډول د دغه اقدام مخه ونیوله.
کرو او لیکارډو د ۲۱۸ لاسلیکونو د ترلاسه کولو لپاره د استازو جرګې د ټولو اوسنیو دیموکراتو غړو او همدارنګه د یو شمېر جمهوريپالو استازو ملاتړ ته اړتیا لري.
جېسن کرو چې د امریکا د پوځ د پراشوټي او رېنجر ځواکونو د غړي په توګه یې په عراق او افغانستان کې دنده ترسره کړې، په یوه اعلامیه کې وویل:
«زموږ افغانو همکارانو د امریکايي سرتېرو د ساتنې لپاره خپل ژوند له خطر سره مخامخ کړ، چې په هغو کسانو کې زما په څېر کسان هم شامل وو.»
هغه زیاته کړه:
«زه هڅه کوم چې د دې طرحې په اړه د رایې اچونې بهیر پیل کړم، څو په امریکا کې د مېشتو افغانانو ساتنه وشي؛ ځکه زه به اجازه ورنه کړم چې زموږ هېواد دغه زړور افغانان یوازې پرېږدي او تر شا یې پرېږدي.»
که چېرې کرو او لیکارډو د ۲۱۸ لاسلیکونو په ترلاسه کولو بریالي شي، د استازو جرګې جمهوريپال مشران به اړ شي چې د «افغانستان د لنډمهالي خوندي وضعیت قانون» (Afghanistan TPS Act) د رایې اچونې لپاره د جرګې عمومي غونډې ته وړاندې کړي.
دغه طرحه اوسمهال د جمهوريپالو څلورو استازو ګډ ملاتړ هم له ځان سره لري: ډان بیکن د نېبراسکا ایالت، ماریا الویرا سالازار د فلوریډا ایالت، جو ویلسن د جنوبي کارولاینا ایالت او مورګن لوټریل د ټکساس ایالت استازي دي.
همدارنګه، د کالیفورنیا ایالت استازی کېون کایلي چې مخکې جمهوريپال و او اوس د خپلواک استازي په توګه فعالیت کوي، هم د دې طرحې ملاتړ کړی دی.
سام لیکارډو وویل:
«زرګونو افغانانو د امریکايي ځواکونو ترڅنګ خپل ژوند له خطر سره مخامخ کړ، ځکه زموږ هېواد له دوی سره یوه ژمنه کړې وه: دا چې موږ به یې یوازې پرې نه ږدو. اوس دا خطر شته چې موږ دغه افغانان بېرته د هماغو طالبانو لاس ته وسپارو چې دوی ورسره د مبارزې لپاره له موږ سره مرسته کړې وه. دا موضوع تر هغه وخته نه شي ځنډېدای چې دیموکراتان بېرته د اکثریت واک ترلاسه کړي.»
دغه طرحه د څه باندې ۵۰ سازمانونو ملاتړ له ځان سره لري، چې په هغو کې د عراق او افغانستان د جګړو د امریکايي پخوانیو سرتېرو سازمان، د بهرنیو جګړو د پخوانیو سرتېرو سازمان او د بښنې نړیوال سازمان (Amnesty International) د امریکا څانګه هم شامل دي.
