د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر او د روسیې ځانګړي استازي د دوه‌اړخیزو اړیکو د پراختیا په اړه خبرې وکړې

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د افغانستان لپاره د روسیې له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره لیدلي او د دوه‌اړخیزو اړیکو پر پراختیا، په ځانګړي ډول د سوداګرۍ د کچې پر لوړولو او په دې برخه کې د شته فرصتونو پر کارولو یې خبرې کړې دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نن (سې‌شنبه، د لړم ۱۹مه) پر اېکس د یوې اعلامیې په خپرولو سره د دې لیدنې خبر ورکړی دی.

دغه وزارت زیاته کړې چې امیرخان متقي له روسیې سره د طالبانو اړیکې مهمې بللې او ټینګار یې کړی چې دواړه لوري باید د متقابلو ګټو پر بنسټ له شته اقتصادي او سوداګریزو فرصتونو څخه ښه ګټه پورته کړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت لیکلي چې د روسیې ځانګړي استازي په افغانستان کې د «وروستیو پرمختګونو» ستاینه کړې او د نشه‌يي توکو پر وړاندې یې د طالبانو مبارزه د پام وړ بللې ده.

د دغه وزارت د اعلامیې له مخې، د روسیې ځانګړي استازي همدارنګه د «ځینو نړیوالو سازمانونو راپورونه په دې اړه غیرواقعي» بللي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر هم ویلي چې طالبان د نشه‌يي توکو د کښت، تولید او قاچاق پر وړاندې پرله‌پسې مبارزې ته ژمن دي او په دې برخه کې هڅې د افغانستان او ټولې سیمې لپاره مهمې دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه افغانستان ته د دغه هېواد د ځانګړي استازي د سفر او د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر سره د هغه د لیدنې په اړه څه نه دي ویلي.

روسیه اوس مهال د نړۍ یوازینی هېواد دی چې په افغانستان کې یې د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندلی دی؛ خو د روسیې چارواکو څو ځله په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د حضور او له دغه هېواده د نشه‌يي توکو د قاچاق په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته