د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د «سولې او پرمختګ لپاره د علم نړیوالې ورځې» په مناسبت یو ځل بیا د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستلو غوښتنه کړې ده.
پخواني ولسمشر نن (سېشنبه، د لړم ۱۹مه) پر اېکس (X) لیکلي چې افغانستان هم د نورو بشري ټولنو په څېر علم او پوهې ته اړتیا لري.
هغه زیاته کړې:
«زموږ هېواد یوازې هغه مهال کولای شي چې له بهرنیانو پرته پر خپلو ستونزو بریالی شي او پرمختګ وکړي، چې ټول وګړي یې زدهکړو ته لاسرسی ولري.»
کرزي ویلي، له همدې امله «یو ځل بیا د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو د ژر تر ژره پرانیستلو غوښتنه کوي، څو زموږ ګران هېواد د هغو ماشومانو په مرسته چې د پوهې په ګاڼه سمبال دي، پرمختګ او هوساینې ته ورسېږي.»
طالبانو په افغانستان کې واک ته له بېرته رسېدو راهیسې له شپږم ټولګي پورته ښوونځي او پوهنتونونه د نجونو پر مخ تړلي دي.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، د طالبانو دغه اقدام په افغانستان کې د ۲.۵ میلیونو څخه د زیاتو نجونو د زدهکړو او تحصیل د محرومېدو لامل شوی دی.
د افغانستان وګړو او نړیوالې ټولنې څو ځله د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستلو غوښتنه کړې، خو طالبان لا هم دغه بندیز عملي کوي.
