د ملګرو ملتونو د اقلیمي غونډه؛ د طالبانو پلاوي ته بلنلیک نه دی لېږل شوی

د طالبانو تر کنټرول لاندې رسنیو راپور ورکړی چې د دې ډلې د چاپېریال ساتنې ادارې پلاوی به د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلونونو په ۳۱مه غونډه (COP31) کې ګډون ونه کړي.

«رادیو حریت» نن (چهارشنبه، د لړم ۱۹مه) د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې د چارواکو په حواله لیکلي چې ملګرو ملتونو د طالبانو پلاوي ته رسمي بلنلیک نه دی لېږلی او له همدې امله به د دې ډلې پلاوی د «کوپ ۳۱» په غونډه کې ګډون ونه کړي.

دغه رسنۍ لیکلي چې د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلونونو د ۳۱مې غونډې کوربه هېواد ترکیې له طالبانو غوښتي وو چې په دغه غونډه کې د مېلمنو په توګه ګډون وکړي.

د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلونونو ۳۱مه غونډه پرون د ترکیې په انتالیا ښار کې د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو د استازو په ګډون پیل شوه. دغه غونډه به د روانې میلادي میاشتې تر ۲۰مې نېټې دوام وکړي.

طالبانو د لومړي ځل لپاره په ۲۰۲۴ کال کې د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلونونو په ۲۹مه غونډه کې، چې د اذربایجان په پلازمېنه باکو کې جوړه شوې وه، د مېلمنو او څارونکو غړو په توګه ګډون کړی و؛ خو د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلونونو په ۳۰مه غونډه کې، چې په ۲۰۲۵ کال کې په برازیل کې جوړه شوې وه، بلنه نه وه ورکړل شوې.

افغانستان د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د نړۍ له زیان‌منونکو هېوادونو څخه دی؛ خو پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د دغه هېواد هېڅ استازی د ملګرو ملتونو د اقلیمي غونډو د ګډون لپاره نه دی بلل شوی.

ملګري ملتونه د طالبانو د حکومت د کورني او نړیوال مشروعیت د نشتوالي له امله د دغې ډلې استازي دغو غونډو ته نه رابولي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته