ولسي جرګه

ولسي جرګه: ملګري ملتونه دې د فلسطین «انساني تراژيدۍ» ژر پای ته رسولو لپاره ودانګي

اطلاعات روز: د افغانستان ولسي جرګې پر فلسطین د اسراییلو بریدونه په کلکو ټکو وغندل او دا بریدونه یې انساني تراژیدي یاده او د ژر درېدو غوښتنه یې وکړه.

د ولسي جرګې مشر میررحمان رحماني نن (دوشنبه، ۲۷ د غویي) په یاده جرګه کې له فلسطینیانو سره خپل خواخوږي وښوده او زیاته یې کړه چې پر دې هېواد د اسراییلو بریدونو د اسلامي نړۍ د احساساتو راپارولو لامل شوی.

ښاغلي رحماني وویل، چې اسراییلو په دې بریدونو سره «جنګي جنایت» او «بشري جنایت» نندارې ته وړاندی کړی دی. هغه زیاته کړه: «د فلسطین خاورې د اسراییلو بې رحمانه بریدونه، چې د ښځو او ماشومانو په ګډون د یو زیات شمېر فلسطینیانو د شهادت لامل شوی، په شدیدترینو الفاظو غندو.»

د ولسي جرګې مشر د ملګرو ملتونو سازمان له امنیت شورا، د اسلامي هېوادونو له کنفرانسه، بشري بنسټونو او د سیمې له هېوادونو په جدي ډول وغوښتل، چې هر څه ژر د دې انساني تراژيدۍ پای لپاره خپل رول ولوبوي.

ښاغلي رحماني زیاته کړه: «د ملي شورا ولسي جرګه د خپلې همدردۍ مراتب د فلسطین ټولو خلکو په ځانګړي ډول د غزې خلکو ته وړاندې کوو او د اسراییل او فلسطین ترمنځ د جګړې ژر پای لپاره له ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې د مذاکراتو پیل غوښتنه کوو.»

دا اتمه ورځ ده چې پر فلسطین د اسراییلو بریدونه لا هم دوام لري. د نړیوالو رسنیو د راپور له مخې اسراییلي هوایي ځواکونو نن (دوشنبه، ۲۷ د غویي) سهار وختي پر غزې ۸۰ بریدونو کړي دي. راپورونه وایي، دغه بریدونه وروسته تر هغې شوي چې فلسطیني وسله والو له غزې پر اسراییلو توغندیز بریدونه وکړل.

د اسراییلو هوایي ځواک نن تازه پر فلسطین ۸۰ بریدونه کړي دي.

خو پرون بیا د د بریدونو تر ټولو خونړۍ وه، چې په کې ۴۲ فلسطینیان ووژل شول. غزه کې روغتیايي چارواکو رسنیو ته ويلي د یکشنبې پر ورځ وژل شویو کې ۱۶ ښځې او ۱۰ ماشومان هم شامل دي.

اخوا ملګرو ملتونو پر فلسطین د اسراییلو دغه بریدونه «بشپړ وحشتناک» یادولو سره د جګړې سملاسي ودرېدو غوښتنه کړې.

بل لور ته پرون د اسلامي همکارۍ سازمان بهرنیو چارو وزیرانو د سعودي عرب په مشرۍ انلاین غونډه کې پر غزه د اسراییل بریدونو درولو غوښتنه کړې.

د دوی په یوې خپره کړې اعلامیه کې دغه بریدونه په سختو ټکو غندل شوی او دا یې له نړیوالو قوانینو او د ملګرو ملتونو له پرېکړه لیکونو سرغړونه بللي دي.

د نړیوالو رسنیو د راپور له مخې د حماس اړوند روغتیا وزارت مسوولین ویلي، چې د دوشنبې پر ورځ له پیلېدو راهیسې د اسراییل په هوايي بمباریو کې تر اوسه ۱۸۸ کسان وژل شوي او ۱۲۳۰ کسان ټپیان شوي دي.

د روغتیا پالانو په وینا وژل شویو کې ۵۵ ماشومان او ۳۳ ښځې شاملې دي.

اسراییل بیا ادعا کړې چې په وژل شویو کې لسګونه یې وسله وال دي.

د اسراییلي چارواکو بیا رسنیو ته ویلي، چې پر اسراییلي ښارونو د فلسطیني وسله والو توغندیزو بریدونو کې د دوو ماشومانو په ګډون لس کسان وژل شوي دي.