ولسي جرګه

ولسي جرګه هېواد کې له روانو ناامنیو وتلو لپاره امنیتي پلان جوړوي

اطلاعات روز: د ولسي جرګې مشر میررحمان رحماني د دې جرګې کورني امنیت او د دفاعي چارو کمېسیون ته دنده وسپارله، چې هېواد کې له روانو ناامنیو وتلو لپاره یوه د پلي کېدو وړ طرحه برابره کړي.

میررحمان رحماني نن (چهارشنبه، ۲۶ د غبرګولي) دغه دنده یادو کمېسیونونو ته وسپارله او زیاته یې کړه، چې د ولسي جرګې تالار له تصویب وروسته به یې حکومت سره شریکه کړي.

ښاغلي رحماني وویل: «هېواد کې وروستیو ناامنیو په اړه کورني امنیت او دفاعي چارو کمېسیون ته دنده سپارل کیږي چې یو روښانه، عملي او د پلي کېدو وړ طرحه تدوین او تالار ته یې راوړي، چې له تصویب وروسته حکومت سره شریکه شي، څو له دې امنیتي ستونزو ووځو.»

دغه راز میررحمان رحماني وویلې، چې ولسمشر به د روان ناسم امنیتي حالت په اړه، په ولسي جرګه کې د خلکو استازو سره وویني او د هغوی وړاندیزونه به واوري.

نوموړي زیاته کړه: «استازو سره د ولسمشر لیدنې لپاره د وکیلانو غوښتنه مو ولسمشر سره شریکه کړه، ولسمشر مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې اول اداري پلاوي او بیا په زون واره توګه له وکیلانو سره لیده کاته کوي.»

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو اونیو کې د هېواد ګوټ، ګوټ کې ناامنیو زور اخیستی او د طالبانو ډلې د هېواد بېلابېلو ولایتونو کې له ۲۰ ډېرې ولسوالۍ سقوط کړې دي.

د هېواد امنیتي بنسټونو بیا ویلي چې دوی په ځینو ولسوالیو کې تاکتیکي شاتګ کړی او په وینا یې چې بېرته به دغه ولسوالۍ ونیسي. په دې سره ۲۰۹ شاهین قول اردو نن وویلې چې د فاریاب دولت اباد ولسوالۍ یې بېرته له طالبانو نیولې ده.

له دې سره د کندز د پولیسو قوماندانۍ ویاند انعام الدین رحماني ویلي، چې د دې ولایت خان اباد ولسوالۍ کې یې طالب جنګیالي په شا تمبولي او د دې ولسوالۍ سقوط شوې برخې یې بېرته نیولې دي.

ولسي جرګه کې د خلکو استازو او د یادې جرګې مشر بیا د هېواد د نورو ولایتونو ترڅنګ د سرپل او کندز ولایتونو په ناسمو امنیتي حالاتو اندېښنه وښوده. ښاغلي رحماني وویل، چې سرپل ولایت د سقوط حال کې دی او اړونده کمېسیون ته یې دنده وسپارله چې ملي دفاع وزارت سره اړیکه کې شي، څو د یاد ولایت سقوط مخنیوي لپاره لازم تدابیر ونیسي.

ښاغلي رحماني دغه راز کندوز کې د زورورو جګړو پر دوام اندېښنه وښوده او زیاته یې کړه: «له دې سره چې هلته له پاڅونوالو هرکلی کوو، اړوند کمېسیون ته لارښوونه کیږي چې اړوندو امنیتي مسوولینو سره په اړیکه کې شي، څو د کندز ولسوالیو سقوط مخنیوي لپاره عملي پلان برابر کړي.»

د هېواد بېلابېلو برخو کې د جنګ شدت ډېرې کورنۍ بې ځایه کړي دي، د ولسي جرګې مشر په دې اړه اړوند کمېسیون ته دنده وسپارله، چې داخلي او نړیوالو خیریه بنسټونو او اړوندو حکومتي ادارو سره په همغږۍ، د بې ځایه شویو کورنیو د ستونزو حل ته ورسیږي.