یما سیاوش

د یما سیاوش قتل څارلو کې هېڅ پرمختګ نه دی شوی

د طلوع نیوز خصوصي ټلوېزیون مخکیني خبریال او د مرکزي بانک ریاست دفتر د عمومي امریت عامه اړیکو چارو مشاور یما سیاوش کورنۍ وایي، د نوموړي د قتل دوسیې څارلو کې هېڅ راز پرمختګ نه دی شوی.

د یما سیاوش ورور بکتاش سیاوش نن (دوشنبه، ۳ لیندۍ) له اطلاعات روز ورځپاڼې سره خبرو کې وویل، چې د ورور د قتل دوسیې څارلو برخه کې یې هېڅ پرمختګ نه دی شوی.

په ورته مهال د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح هم ټینګار کړی، چې لا تر اوسه د یما سیاوش د قتل په تړاو څوک نیول شوي نه دي.

صالح نن (دوشنبه، ۳ لیندۍ) پر خپلې فیسبوکپاڼې لیکلي، چې دا قضیه یې هېره کړې نه ده او په جدي او صمیمي ډول پرې کار کوي. هغه لیکلي: «موږ کوم پرمختګ نه لرو، کنې تاسو په جریان کې اچوو. جدي او صمیمي کار کوو.»

یما سیاوش او دوه همکاران یې د لړم په اوولسمه د کابل ښار نهمې ناحیې اړوند مکروریان سیمه کې ووژل شول.

له دې پېښې نهه ورځې وروسته، د یما سیاوش کورنۍ په یوې شکایت پاڼه کې د هغه وژنه «مرموزه»  ښودلې او له دولت څخه یې د پلټنې غوښتنه کړې. د سیاوش کورنۍ ویلي، چې د ښاغلي سیاوش پر موټر د چاودنې په تړاو د مرکزي بانک پر کړنې هم شکمن دي.

په شکایت پاڼه کې یې ویلي، د مرکزي بانک ادارې هغو سرچینو ته چې د حقیقت موندنې په پار دوی ته حاضر شوي، همکاري یې نه ده کړې.

له دې سره، مرکزي بانک ویلي، چې د یما سیاوش د قتل دوسیې څارنې لپاره یې کشفي او امنیتي بنسټونو سره هر اړخیزه همکاري کړې ده.