غني

غني د ځينو پاکستاني بندیانو خلاصون فرمان لاسلیک کړ

ولسمشر محمد اشرف غني د «ښه نیت» او له «پاکستان سره د دوستانه اړیکو ټینګښت» په موخه د ځینو پاکستاني بندیانو د خوشې کولو او بښنې فرمان لاسلیک کړ.

په دې فرمان کې چې د لړم په ۲۸مه لاسلیک شوی، راغلي هغه پاکستاني بندیان چې د بند موده یې تر یوې میاشتې پاتې، له بنده دې ازادیږي.

دغه راز د هغو بندي پاکستاني اوسېدونکو نقدي جزا چې د نقدي جزا نه ورکولو له امله تر حبس یا بند لاندې دي، هم بښل کیږي.

دغه فرمان کابل ته د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان له سفر یو ورځ وروسته نافذ شوی دی.

ښاغلي خان تېره پنج شنبه (۲۹لړم) د یو لوړپوړي چارواکي په مشرۍ کابل ته راغلی و.

هغه له ولسمشر غني سره په یو ګډ خبری کنفرانس کې وویل، چې کابل ته د نوموړي سفر په داسې مهال دی چې د افغانستان خلک سوله غواړي، خو دوحه کې د سولې روانو خبرو سره سره، تاوتریخوالی د زیاتېدو حال کې دی.

عمران خان دغه راز وویل، چې کابل ته راغلی څو ډاډ ورکړي چې د هغه دولت هغه څه چې په توان کې یې لري، د افغان سولې او اوربند ټینګښت لپاره به یې وکړي.