هلمند

هلمند کې د جنایي پېښو کچه ۹۰ سلنه کمه شوې

اطلاعات روز: د هلمند د امنیه قوماندانۍ جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیریت مسوولین وایي، په دې ولایت کې د جنایي پېښو کچه ۹۰ سلنه کمه شوې ده.

د دوی په وینا چې لسګونه کسان يې د جنایي پېښو په تور نیولي او عدلي او قضايي ارګانونو ته يې سپارلي دي.

د هلمند امنیه قوماندانۍ د جنایي جرمونو پر وړاندي د مبارزې مدیر مولوي عبدالله روحاني د لړم پر ۲۵ نېټه اطلاعات روز ته وویل، چې په دغه ولایت کې د دوو میاشتو په جریان کې ۱۰۷ جنایي پیښې ورسره ثبت شوې دي.

دی وایي د تېرو دوو میاشتو په جریان کې هلته د ۱۰۷جنایي پېښو مخه نیول شوې ده.

مولوي روحاني وویل چې د پخوا په پرتله د جنايي جرمونو او پېښو کچه کمه شوې ده او په وینا یې  د جنایي جرمونو او پېښو د مخنیوي په تړاو دوی ځانګړي تدابیر نیولي دي.

نوموړي د جرمونو په مخنیوي کې د خلګو له همکارۍ مننه وکړه خو غوښتنه يې وکړه چې حکومت سره باید د خلکو همکاري د هر ډول فساد په مخنیوي کي دوامداره وشي.

 روحاني وايي د اداري او اخلاقي فساد او غیر قانوني کړنو مخنیوی یې په  کاري لمړیتوبونو کې دی. 

د هلمند ولایت اوسیدونکي د جنایي پیښو کمېدو برخه کې د طالبانو د هلو ځلو هرکلی کوي، خو دا نه مني چې ګواکې د دې پېښو ګراف دې دومره راټیټ شوی وي.

د دغه ولایت یو اوسیدونکي عبدالله اطلاعات روز ته وویل په افغانستان کې د فقر او وزګارتیا وروسته د هر ډول جنایي پیښو ګراف لوړ شوی دی او دولت باید د خلکو اقتصادي ستونزې حل کړي.

هغه وایي که د هېواد حالت دغه ډول دوام وکړي جنایي پیښو ګراف به بېرته لوړ شي.

د هلمند یو بل اوسیدونکی مولاداد وایي، لا هم خلک د اقتصادي ستونزو له امله ناوړه کارونه ترسره کوي.

مولاداد له طالبانو غوښتنه کوي چې کاري فرصتونه زیات کړي، کنې په راتلونکي کې به ناوړې پایلې ولري.

تردې مخکې طالبانو هلمند کې سلګونه په نشو روږدي زندانونو ته اچولي ول.