ولسي جرګه

د کابینې غړیو ته د رای ورکولو بهیر پای؛ احمدي، حمیدي او کریمي د باور رایې ترلاسه نه کړې

اطلاعات روز: ولسي جرګې نن (چهارشنبه، ۱۲ لیندۍ) د پنځو نوماند وزیرانو له ډلې د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت ته نوماند مجیب الرحمن کریمي، د پوهنې وزارت ته نومانده رنګینه حمیدي او د افغانستان بانک ریاست ته نوماند اجمل احمدي ته د باور رایې ور نه کړې او ویې نه شو کولی چې دغو څوکیو ته لار پیدا کړي.

نن د ولسي جرګې ۲۴۲ غړي حاضر ول او هر نوماند د بریا لپاره باید ۱۲۲ رایې ترلاسه کړې وې. د یاد نوماند وزیرانو له ډلې دریو یې دغه شمېر پوره او په رسمي ډول د وزیرانو په توګه وپېژندل شول.

له هغې ډلې اقتصاد وزارت ته نوماندې کریمه حامد فاریابي د ۱۳۶ باور رایو سره، د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت ته نوماند محب الله صمیم د ۲۰۹ باور رایو سره او د عامې روغتیا وزارت ته نوماند احمد جواد عثماني د ۱۴۵ باور رایو سره په رسمي توګه یادو څوکیو ته لار پیدا کړه.

د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني له ولسمشر محمد اشرف غني وغوښتل چې یادو څوکیو لپاره ولسي جرګې ته نور نوماندان ور وپېژني.

له دې وړاندې د بهرنیو چارو، کورنیو چارو، ملي دفاع، مالیې، کار او ټولنیزو چارو، مخابرات او مالوماتي ټکنالوژۍ، لوړو زده کړو، صنعت او سوداګرۍ، عدلیې، حج او اوقافو، کانونو او پټرولیم، زراعت، کډوالو او بېرته راستنېدونکو، ټرانسپورټ، ښار جوړونې او ځمکو او ټولګټو وزیرانو او دغه راز د ملي امنیت عمومي رییس د خپلو کاري برنامو له وړاندې کولو وروسته، د ولسي جرګې له خوا د باور رایې ترلاسه کړې.

له بلې خوا، نوماند وزیرانو ته د رای ورکولو دویم پړاو کې چې د روانې اونۍ دوشنبې ورځ (۱۰لیندۍ) تر سره شو، د اطلاعات او کلتور وزارت ته نوماند محمد طاهر ظهیر او د ښځو چارو وزارت ته نوماندې حسینه ساپۍ د ولسي جرګې د باور رایې ترلاسه نه کړې.