موټر

د پکتیا ګمرک د عوایدو لوړېدنه؛ لامل یې د فساد مخنیوي بلل شوی

خبریال: حبیب الله سراب

په سویل ختیځ زون کې د پکتیا ګمرک مدیریت طالب مسوولین وايي، چې په تېرو شاوخوا پنځو میاشتو کې یې عواید د پام وړ لوړ شوي دي، دوی یې لامل د سوداګرۍ لېږد رالېږد زیاتېدل او د فساد مخنیوی بولي.

د دغه ګمرک طالب مدیر مولوی ذالفقار وايي، له ګاونډي پاکستان سره د راکړې ورکړې زیاتېدو او همدا رنګه په لویو لارو کې د ناقانونه پیسو اخیستلو مخنیوي له امله دوی وکولی شول، چې د تېر په پرتله په عوایدو کې د پام وړ زیاتوالی راولي.

د نوموړي په خبره، چې په تېر نظام کې نه یوازې دا چې په لویو لارو کې به د امنیتي پوستو له خوا له باروړونکو موټرو په غیر قانوني ډول پیسې اخیستل کېدې، تر څنګ یې په زیاته کچه له ګمرک ورکولو پرته موټرې هم تېرېدې چې دې کار په عوایدو منفي اغېز کړی و.

هغه وویل: «مونږ په تېرو پنځو میاشتو کې د پام وړ عواید راټول کړي، کوم مالومات چې مونږ تر لاسه کړي، نو د تېر نظام په پرتله زیاتوالی ښيي، نو د دې لامل د فساد مخنیوی دی او هم هغه موټرې چې له ګمرک پرته به تللې د هغوی مخه هم نیول شوې دي، نو په ټوله کې مونږ هڅه کړې، چې په دې برخه کې لا شفافیت رامنځته کړو.»

د دغه ګمرک طالب مدیر مولوی ذالفقار وايي، له ګاونډي پاکستان سره د راکړې ورکړې زیاتېدو او همدا رنګه په لویو لارو کې د ناقانونه پیسو اخیستلو مخنیوي له امله دوی وکولی شول، چې د تېر په پرتله په عوایدو کې د پام وړ زیاتوالی راولي.

ذلفقار زیاته کړه، چې دوی اوس له کوم خنډ پرته ګاونډي پاکستان ته هم د سوداګریزو مالونو د صادراتو او وارداتو لړۍ په نور مال ډول په مخ ځي.

د هغه په خبره، چې دوی هڅه کوي، چې په سوداګرۍ برخه کې د نظام له بدلون وروسته ټکنۍ هڅې له عادي حالته هم لوړې کچې ته ورسوي.

نوموړي وویل: «مونږ اوس په عادي حالت کې یو، یعنې سوداګري مو د پخوا په ډول روانه ده، هڅه دا کوو، چې په دې برخه کې لا زیاتوالی راولو او وکولی شو، له دې لارې خپل عواید نور هم لوړ کړو، بل له پاکستان سره مو هم د توکو لېږد رالېږد له کوم ځند او خنډ پرته ترسره کیږي.»

په همدې حال کې بیا د باروړونکو موټر چلونکي هم په لویو لارو کې د خپلسرو پیسو په مخنیوي خوښ دي، خو د وزن په سر د زیات محصول اخیستل هغه ستونزه بولي، چې د ګټې پر ځای ورته تاوان ډېر کوي.

موټر چلونکي شاهد اطلاعات روز ته وویل، چې دوی په لویو لارو کې له هغو ستونزو خلاص شوي، چې د تېر نظام پرمهال به په امنیتي پوستو کې ترې په یو او بل نوم پیسې اخیستل کېدې، د هغه په خبره، چې اوس یوازې په ټاکل شویو ځایونو کې ګمرکي پیسې ورکوي.

شاهد وايي: «پخوا به چې مونږ له کابل را روان شو، نو لس یا دولس ځایه به له ګمرک پرته په لارو کې پولیسو ته پیسې ورکولې، ولې اوس یوازې مونږ په ګمرک کې قانوني پیسو تحویلو او له ځنډ پرته خپل ځای ته مالونه رسوو، نو پخواني مشکلات تر ډېره هوار شوي او په ډاډ زړه له امنیتي مشکلاتو پرته موټر چلوو.»

د باروړونکو موټر چلونکي هم په لویو لارو کې د خپلسرو پیسو په مخنیوي خوښ دي، خو د وزن په سر د زیات محصول اخیستل هغه ستونزه بولي، چې د ګټې پر ځای ورته تاوان ډېر کوي.

د ټیلر موټر یو تن ډریور سحر ګل چې له شمالي ولایتونو د ډبرو سکاره د پکتیا له لارې ګاونډي پاکستان انتقالوي، د طالبانو له خوا د زیات مصول له اخیستو شکایت کوي او وايي، د پخوا په پرتله یې په یو ټن محصول دوه برابره پیسې زیاتې کړې، هغه وايي، د لارې په اوږدو کې ورڅخه څو ځایه پرچې ورکول کیږي، نوموړی له اړوند ادارو د دې ستونزې د ژر هواري غوښتنه کوي او وايي: «مونږ نورې ستونزې نه لرو، خو یوه ستونزه چې اوس زیاته شوې هغه د مصول جګېدل دي، پخوا مونږ په یو ټن ۸۰۰۰ افغانۍ ورکولې، خو اوس دغه مسله ۱۲۰۰۰ افغانیو ته لوړه شوې ده او بل څو ځایه مونږ ته په دې اړه پرچې راکول کیږي، نو غوښتنه مو دا دی، چې دې ستونزې ته د پای ټکی کېښودل شي.»

د پکتیا اوسېدونکي بیا په ځینو موټر چلونکو نیوکه کوي، چې له ټاکل شوي وزن زیات مواد په خپلو موټرو کې انتقالوي، چې دې چارې پاخه سړکونو ته زیان اړولی او ډیری برخې یې نړېدلې دي.

دوی له طالبانو غوښتنه کوي، چې د زیات وزن لرونکو موټر په تګ-راتګ بندیز ولګوي، تر څو د لویو لارو له خرابېدو مخنیوی شوی وي.

په دې اړه د مرکز ګردېز اوسېدونکي نورجمال وویل: «دلته د خوست- ګردېز، ګردېز – پټان او ګردېز – کابل لویه لاره سخته خرابه شوې، د خرابېدو لامل یې د زیات وزن انتقال دی، نو مونږ وینو چې ډیری موټرې له خپل حده بیخي زیات بار وي، نو ځکه یې سړکونه جر کړي دي.»

پکتیا له پاکستان سره په پټان ولسوالۍ کې سوداګریزه دروازه لري، چې له هیواده ورباندې ډیری وخت د ډبرو سکاره انتقالیږي او له هماغه ځایه بیا لمده میوه او نورو سوداګریز مالونه واردیږي، خو د ګردېز – پټان ترمنځ د غځېدلې لارې د خرابېدو له امله موټر چلوونکي له ستونزو سره مخ دي.