اطلاعات روز: په پکیتا کې ځایي سرچینې وایي، چې د دغه ولایت په ځایي اریوب ولسوالۍ کې د طالبانو او پاکستاني نظامیانو ترمنځ نښته شوې.
سرچینو اطلاعات روز ورځپاڼې ته ویلي، چې دغه نښته تېر ورځ مازدیګر (یکشنبه،۲۹د چنګاښ) د ځاځي اریوب ولسوالۍ اړوند «شپنې شګې» سیمه کې د دواړو لورو ترمنځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې رامنځته شوې ده.
د سرچینو په وینا، نښته وروسته له هغې شوې چې پاکستاني ځواکونو په سیمه کې د طالبانو پر ګزمې موټر ډزې وکړې.
سرچینو زیاته کړې دواړو لورو په نښته کې سپکې او درنې وسلې کارولې دي او جګړې ان تر ماښام ناوخته دوام کړی خو اوسمهال درېدلې ده.
تر اوسه د طالبانو او پاکستان امنیتي چارواکو د دې نښتې په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې.
د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ وخت نا وخت د ډیورنډ کرښې په مربوطاتو کې دا ډول نښتې رامنځته کېږي چې ډېر کله یې قربانیان ملکي وګړي وي.
