اطلاعات روز: د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي ویلي چې د افغانستان ګاونډیان باید په دې هېواد کې ټولو خلکو او قومي ډلو سره مرسته وکړي څو د خلکو ټولشموله حکومت رامنځته شي.
د ایران رسمي خبري اژانس (ایرنا) راپور له مخې، رییسي دا څرګندونې پرون (دوشنبه، د کب په ۲مه) دوحه کې د قطر امیر تمیم بن حمد ال ثاني سره په ګډه خبري ناسته کې کړې دي.
د ایران ولسمشر ویلي: «ګاونډي هېوادونه باید ټولو خلکو او قومي ډلو سره مرسته وکړي څو افغانستان کې د خلکو ټولشموله حکومت رامنځته شي؛ له دې پرته ناامنۍ به دې مظلومه هېواد ته بیا راوګرځي.»
رییسي ویلي چې د امیر له قطر سره یې د سیمې مسایلو له هغې ډلې ترهګرۍ سره مبارزې، د افغانستان وضعیت او نشهیي توکو په قاچاق خبرې کړې دي. هغه زیاته کړې چې ترهګرۍ او د هغې له بڼو سره مبارزه د تهران او دوحې یو له لومړیتوبونو دي.
له دې وړاندې ایراني چارواکو او نورو هېوادونو افغانستان کې پر ټولشموله دولتي جوړښت ټینګار کړی دی.
د طالبانو چارواکي دا دریځ یو بېمانا بللی او وایي چې د کابل اوسنی حکومت چې تراوسه هېڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی، ټولشموله دی.
په ورته مهال، د طالبانو ځینې چارواکي وایي چې که له ټولشموله دولته موخه د مخکیني حکومت چارواکو ګډول وي، دا کار شونې نه دی.