طورخم کې (۳) کم عمره بې وزله ماشومان ټیلر موټر لاندې کړي دي

اطلاعات روز: تورخم کې یو باروړونکي ټیلر موټر دوه ماشومان مړه کړي او یو بل یې ټپي کړی دی.

د طورخم کمیسار مولوي عازي الله د ننګرهار باختر اژانس ته د پیښې پخلی کړی کړې او ویلي یي دي چې پیښه غرمه مهال ډیورند فرضي کرښې هاغه غاړې (پاکستان) کې رامنځ ته شوې چې دوه ماشومان وژل شوي او یو ټپي دی.

تورخم کې یو هټیوال نصیب الله نن (سې شنبه۲ د وري) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل « نن شاوخوا لس بجې یوه باروړنکي موټرتورخم کې درې ماشومان لاندې کړي چې دوه یې مړه شوي او یو ټپي شوی، دا ماشومان د اچین او مومندرې ولسوالۍ اوسیدونکي وو، چې د مزدورۍ لپاره تورخم ښارګوټي ته تللي وو، پېښه داسې وخت شوې چې دغه ماشومانو دخلکو ګنډې د پېسو په بدل کې له تورخم اړولې او دوی ځانونه د ټیلر موټر لاندې پټ کړي وو، چې دغه پېښه رامنځته شوې».

تورخم کې سلګونه کم عمره بې وزله ماشومان چې ډېری یې د ښوونځيو زده کوونکي هم دي، د نېږدې شااوخوا سیمو څخه تورخم ښارګوټي ته د مزدورۍ لپاره ځي، چې ډېری یې په درنو کارونو بوخت او وخت ناوخت د دا ډول پېښو قرباني کېږي.

په دغه ماشومانو کې یې زیاتره هغه دي چې د کورنۍ سرپرست نه لري او له مجبورۍ یې درنو کارونو ته مخه کړې ده.