انځور: اطلاعات روز

ارزکان کې سږ کال پر څه باندې ۲۷ زره هکټاره ځمکه غنم کرل شوي دي

اطلاعات روز: ارزګان کې سږ کال پر څه باندې ۲۷ زره هکټاره ځمکه غنم کرل شوي دي چې ددغه کښت څخه به ۹۲ زره ټنه غنم ترلاسه شي.

که څه هم سږ کال په ټول هېواد کې کروندګرو پر خپلو ځمکو د کوکنارو کښت کړی دی خو، ارزګان کې د طالبانو د کرهڼې او مالدارۍ رياست د اطلاعاتو مشر قدرت الله حمیدي وایي، په دغه ولايت کې سږکال پر ۲۷۱۵۰ هکټاره ځمکه د غنمو کښت شوی دی او هيله شته چې د کرل شوي کښت څخه به ۹۲ زره ټنه غنم په لاس راشي.

حميدي اطلاعات روز ته وويل: «سږکال په ارزګان ولايت کې پر ۲۷۱۵۰ هکټاره ځمکه باندي غنم کرل شوي دي چې ۹۲ زره ټنه غنم به ورڅخه ترلاسه شي د کرهنې او مالدارۍ رياست په ارزګان ولايت کې وخت پر وخت کروندګرو ته د غنمو د ښه حاصلاتو ترلاسه کولو په هدف روزنه ورکوي ترڅو موږ تردي هم ښه حاصلات ترلاسه کړو.»

پر همدي وخت په ارزګان کې کروندګرهم مني چې سږکال په دغه ولايت کې پر ډيرو ځمکو غنم کرل شوي دي خو، زياتوي چې روانه وچکالي او د کيمياوي سرو لوړ قيمتونه به د غنمو پر حاصلاتو منفي اغيزي وکړي او په کمه اندازه حاصلات به ترلاسه کړي.

په دغه ولايت دوه تنه کروندګر شاه محمد او شريف الله د اطلاعات روز سره په خبرو کې له طالبانو څخه غوښتنه وکړه چې دکروندګرو سره د کيمياوي سرو په برخه کې مرستې وکړي.

هغوي وويل:«سږکال غنم زيات کرل شوي دي زموږ انديښنه داده چې وچکالۍ زياته ده او کودونه هم زيات ګرانه بیې لري باید زموږ سره دولت په دي برخه کې مرستې وکړي.»

په ورته وخت کې، ارزګان ولايت کې د طالبانو د کرهنې او مالدارۍ رياست د اطلاعات مشر قدرت الله حميدي وايي دوی په مرکز ترينکوټ او ولسواليو کې د يو شمير موسېساتو په همکارۍ ۵۰۰۰ کروندګرو ته يې اصلاح شوي تخمونه او کيمياوي سره ويشلې ده.

هغه وايي: «موږ په مرکز ترينکوټ، ګيزاب، چنارتو او شهيد اساس ولسوالۍ کې ۵۰۰۰ کرونګرو ته کيمياوي سره او د غنمو اصلاح شوي تخمونه ويشلي دي، موږ هڅه کوو چې راتلونکي کې هم د اصلاح شوو تخمونو او کيمياوي سرو ويش زيات کړو.»

د ارزګان د کرهڼې او مالدارۍ رياست د چارواکو د معلوماتو له مخي په دغه ولايت کې ۸۰ سلنه خلک په کرهنه او مالدارۍ بوخت دي او له همدي لارې د خپلو کورنیو یوه اندازه عاید پوره کوي.