انځور: اطلاعات روز خبریال

نورستان کې په ۱۹۰۴ اړمنو کورنیو خوراکي توکي وویشل شول

اطلاعات روز: نورستان کې له ۱۹۰۴ اړمنو کورنيو سره دخوراکي توکو مرسته ترسره شوه.

 نورستان کې د طالبانو د والي ویاند سیف الدین لټون نن (پنجشنبه،۱۱ د وري) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې د خوړو نړيوال پروګرام (WFP) له لورې دشپول موسېسې په همکارۍ او د کليو بيارغونې او پراختيا رياست په همغږۍ د دغه ولایت په وانټ وايګل ولسوالۍ کې ۱۹۰۴ اړمنو کورنيو سره دخوراکي توکو مرسته ترسره شوه.

نوموړی وایي، په دې مرسته کې هرې اړمنې کورنۍ ته اوړه، غوړي، دال، مالګه، د ماشومانو لپاره ککو او د خوار‌ځواکۍ لپاره غذايي مواد شامل وو.

مرسته اخیستوونکې کورنۍ له ترسره شویو مرستو خوښي څرګندوي خو، له حکومت څخه د ورته نورو مرستوغوښتنه کوي.

په ورته وخت کې بیا یو شمیر کورنۍ نیوکه کوي او وایي، په یادو بشري مرستو کې انډول په پام کې ندی نیول شوی او  مستحیقینو ته ندي رسېدلي.