انځور: اطلاعات روز

ارزګان کې بي کیفیته کرنيز او حیواني درمل وسوځول شول

اطلاعات روز: په ارزګان ولايت کې تازه طالبانو هڅې پیل کړي، ترڅو په کرنه او مالدارۍ برخه کې شته ستونزې حل او دغو برخو ته پرمختګ ورکړي.

دارزګان د طالبانو د کرنې او مالدارۍ رياست يو مسوول عبدالرشيد وايي د کرنې او مالدارۍ برخې درمل پلورنځيو څخه يې له تيرو څو ورځو کمپينونو پرمهال ۸۵ قلمه چې ۲۱ قلمه کرنیز، ۵۸ قلمه د مالدارۍ او پاته يې کرنيز تخمونه دي راټول کړي.

هغه وايي په ارزګان کې د کرنې په برخه کې لويه ستونزه د بي کیفيته درملو استعمال وو.

نوموړی وايي: «دغه درمل چې شمير يې ۸۵ قلمونو ته رسيږي ۲۱ قلمه يې د کرنې ۵۸ قلمه يې حيواني او پاته ۷ قلمه يې کرنيز تخمونه دي موږ راټول کړل او د سوځولو چارې يې ترسره کوو ټول هټۍوال باید د کرنې او مالدارۍ برخه کې بي کیفيته توکي ښار ته رانتقال نه کړي.»

په ورته وخت کې هغه خلک چې په ترينکوټ کې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي په ښار کې د کرنې او مالدارۍ برخه کې خودسره درملو پلورولو انديښمن کړي دي او نيوکه کوي چې مسوولينو په دي برخه کې جدي ګام ندی پورته کړی.

يو تن کروندګر عبدالجبار اطلاعات روز سره په خبرو کې وويل چې دولت دې هغو کسانو ته سخته سزا ورکړي چې په ښار کې تاریخ تېره درمل او ياهم نور توکي پلوري.

د طالبانو د کرنې رياست يوبل مسوول مولوي حسن وايي خلکو ته په کار ده چې د مسلکي کسانو سره د مشورې وروسته، حېواني او کرنیز درمل وکاروي.

ارزګان کې تردي مخکي يو شمير خلکو شکايت کاوه چې  په درملتونونو کې هم دغيرې مسلکي کسانو لخوا درمل پلورل کيږي.