انځور: ټولنیزې شپکې

هلمند کې د طالبانو د لښکرګاه ښاروال په بډې اخیستو تورن شوی دی

اطلاعات روز: هلمند کې د بسم الله په نوم د سنګين ولسوالۍ د پلونو يوه قراردادي شرکت مسوول د لښکرګاه د طالبانو پر ښاروال تور لګوي چې له ده څخه يې سوونه زره پیسې اخيستي او د نورو پيسو غوښتنه هم کوي.

هغه وايي د لښګرګاه ښارد طالبانو ښاروال احمدسعيد انصاري ورڅخه د تيرو پروژو پر تطبیق ۶ سوه زره کلداري او ۱۹۰۰ ډالر اخيستي دي.

بسم الله هېوادمل ادعا کوي چې د طالبانو دغه ښاروال ورته ګواښونه کړي دي او د نورو پیسو غوښتنه هم ورڅخه کوي.

نوموړي پر خپل فيس بوک پاڼه په ورستۍ ليکنه کې ويلي چې ښاروال يې ورور په وهلو ټکولو له کور څخه بیولۍ دی او د طالبانو له مسوولينو څخه يې غوښتنه کړې چې شته ستونزه حل کړي.

دی وايي:« د هلمند ښاروال د ښاروالۍ څخه شخصې محبس جوړ کړی دی زما ورور يي ښاروالۍ کې بندی کړی و ۶ لکه کلدارې، ۱۹۰۰ډالر او یو جاپاني موټر سایکل يي راڅخه اخیستي اوس بيا نوري پيسې راڅخه غواړي ماته زنګونه وهي چې ښاروالۍ ته رایشه د هلمند د شکاياتو کميسیون څخه مو هيله ده چې دا مو ضوع برسي کړي.»

اطلاعات روز د يادي موضوع په اړه يو ثبت شوي غږیز کليپ هم ترلاسه کړی او پکې اوريدل کيږي چې د ښاروال او دغه کس ترمنځ د پیسو پر سر لانجه ده، او ښاروال مني چې پیسې یې اخیستي دي.

اطلاعات روزخبریال د زیاتو اړیکو سره، سره د لښګرګاه ښاروال خبرو کولو ته حاضر نشو.

واک ته د طالبانو تر رسيدو وروسته په ګڼو ولايتونو کې دطالبانو پر بیلابیلو مسوولينو د فساد ادعاوې شوي ولې طالبانو دا تورونه رد کړي دي.