د اسراییلو لومړي وزیر له ایران سره پر اوربند هوکړه کړې

اطلاعات روز: د اسراییلو د لومړي وزیر بنیامن نتنیاهو دفتر د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري د اعلان شوي اوربند په تړاو اعلامیه خپره کړې او ویلي یې دي چې لومړي وزیر اوربند تایید کړی او په دې اړه به وروسته اعلامیه هم خپره کړي.

الجزیرې رسنۍ د اسراییلو د لومړي وزیر د دفتر د اعلامیې په استناد ویلي، چې نوموړي تېره شپه (دوشنبه، ۲ د چنګاښ) له خپل دفاع وزیر او د استخباراتي ادارې موساد له مشر سره کتلي او ویلي یې دي چې «اسراییلو د راپورته کېدونکي زمري نومي عملیاتو په لړ کې تر خپلو موخو هم ډېر څه تر لاسه کړي دي.»

په اعلامیه کې ویل شوي: «د عملیاتو د تر لاسه شویو موخو په لړ کې او له ولسمشر ټرمپ سره په بشپړې همغږۍ اسراییلو د دوه اړخیز اوربند لپاره د ولسمشر له وړاندیز سره موافقه کړې ده.»

په اعلامیه کې ګواښ شوی چې که له اوربند څخه هر ډول سرغړونه وشوه، اسراییل به ورته سخت ځواب ورکړي.

بل لور ته د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې تهران له هیڅ ډول اوربند سره موافقه نه ده کړې.

نوموړي ویلي، چې ایران تر اوسه په رسمي ډول خپل تایید نه دی اعلان کړی او په دې اړه تایید ته منتظر دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر دې وړاندې پر «ټروت سوشیال» ټولنیزې رسنۍ لیکلي و، چې «اوربند وشو، لطفا مه یې ماتوئ!»

تر دې وړاندې ایراني رسنیو راپور ورکړی و، چې د دې هیواد او اسراییلو تر منځ اوربند نن د تهران پر وخت له ۷:۳۰ بجو څخه پیل شوی دی.

د ایران دولتي ټلویزیون ویلي، چې پر اسراییلو «اوربند» تحمیل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې ایران نن سهار هم پر اسراییلو توغندیز بریدونه کړي دي. ویل کېږي چې په دې بریدونو کې په «بئر الشیع» کې لږ تر لږه څلور تنه وژل شوي دي.

اسراییلو هم تېره شپه د تهران، کرج او رشت په ګډون د ایران بېلابېلې سیمې په نښه کړې دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه