اوچا: په افغانستان کې به میلیونونه کسان له ژوند ژغورونکو روغتیايي خدمتونو بې‌برخې شي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وایي، که بېړنۍ مالي بودجه برابره نه شي، په افغانستان کې به میلیونونه کسان له ژوند ژغورونکو روغتیايي خدمتونو بې‌برخې شي.

اوچا نن (یکشنبه، ۴ د زمري) په اېکس کې په خپره کړې اعلامیه کې د افغانستان د بشري مرستو پروګرامونو د مالي ملاتړ غوښتنه کړې ده.

اوچا ویلي، د بودجې د کمښت له امله د ۲۰۲۶ کال لپاره د ۵.۷ میلیونه ماشومانو او میندو د تغذیې پروګرامونه له جدي ګواښ سره مخ دي.

دې ادارې ټینګار کړی چې هر ماشوم د سالم او قوي ودې حق لري او باید ورته مناسب فرصت برابر شي.

اوچا دغه خبرداری په داسې حال کې خپور کړی چې افغانستان د خوارځواکۍ د اوج فصل ته داخل شوی دی.

دوه اوونۍ وړاندې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونیسف) هم خبرداری ورکړی و چې د خوارځواکۍ او د خوړو د نه‌خوندیتوب د اوج موسم له نږدې کېدو سره، په افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان د خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو اړوندو ادارو روان کال څو ځله د بودجې د کمښت او په افغانستان کې د بې‌وزلۍ او روغتیايي وضعیت د خرابېدو، په ځانګړي ډول د میندو او ماشومانو د وضعیت، په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

ملګري ملتونه وایي، سږ کال په افغانستان کې نږدې ۲۲ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.

دې سازمان د دغو اړتیاوو د پوره کولو لپاره د ۱.۷۱ میلیارده ډالرو بودجې غوښتنه کړې، خو د روان کال په لومړۍ نیمایي کې یې یوازې ۱۶ سلنه بودجه ترلاسه کړې ده.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته