مجتبی خامنه‌يي حزب‌الله ته: د امریکا سره د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د ایران لومړی شرط د لبنان ځمکنۍ بشپړتیا ده

د ایران مشر مجتبی خامنه‌يي، په یوه لیک کې حزب‌الله ته ویلي، چې د لبنان ځمکنۍ بشپړتیا او پر دغه هېواد د اسرائیلو د بریدونو پای ته رسېدل، د امریکا سره د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د ایران لومړی شرط دی.

ایراني رسنیو تېره شپه (یکشنبه، ۴ د زمري) هغه لیک خپور کړ، چې د ایران مشر ته منسوب شوی او ویل کېږي د حزب‌الله د عمومي منشي او غړو د «بیعت‌لیک» په ځواب کې لیکل شوی دی.

خامنه‌يي په دغه لیک کې ویلي چې د ایران اسلامي جمهوریت د حزب‌الله ملاتړ خپله «ستراتېژیکه تګلاره» ټاکلې ده.

هغه زیاته کړې چې ایران «د لبنان د ځمکنۍ بشپړتیا ساتنه او د صهیونیستي رژیم د تېري بشپړ او بې‌قیدوشرطه پای ته رسول» له امریکا سره د جګړې د پای ته رسولو د تفاهم‌لیک «لومړی شرط» ګرځولی دی.

د ایران مشر حزب‌الله د اسرائیلو پر وړاندې د جهادي ډلو مخکښ بللی او ویلي یې دي چې «له جهاد او مقاومت پرته بله لار نه ده پاتې.»

د لبنان د حزب‌الله پخواني مشر حسن نصرالله تل ویلي وو، چې د دې سیاسي ـ پوځي ډلې ټول مالي لګښتونه او پوځي تجهیزات د ایران له خوا برابرېږي.

په هغه لیک کې چې د حزب‌الله اوسني مشر نعیم قاسم ته منسوب دی او ایراني رسنیو خپور کړی، نوموړي هم مجتبی خامنه‌يي ته د «بیعت» اعلان کړی دی.

حزب‌الله، چې ډېری حضور او فعالیت یې د لبنان په سوېل او له اسرائیلو سره په پولو سیمو کې دی، تل له اسرائیلو سره په کړکېچ او نښتو کې ښکېل پاتې شوی.په دې وروستیو کې اسرائیلو د لبنان د سوېل پراخې سیمې بمبار کړې او تر خپل کنټرول لاندې یې راوستې دي.

د «اسلام‌اباد تفاهم‌لیک» په لومړۍ ماده کې، چې د ایران او امریکا ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره لاسلیک شوی، د لبنان موضوع شامله ده. په دې ماده کې امریکا مکلفه بلل شوې چې اسرائیل د لبنان پر ضد د بریدونو درولو او د لبنان له خاورې د خپلو ځواکونو پر ایستلو اړ کړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته