واشنګټن کې د ډزو له امله دوه کسان وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي

امریکايي رسنیو راپور ورکړی چې د واشنګټن ایالت د سیاتل ښار په یوه مېله کې د ډزو له امله لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

د اسوشیټډ پرېس د راپور له مخې، دا پېښه تېر ماښام د ځايي وخت ماښام شاوخوا ۶:۰۰ بجې (یکشنبه، ۴ د زمري) د سیاتل ښار په مرکز کې رامنځته شوې ده.

د راپور له مخې، د سیاتل د اوروژنې ادارې ویاندې، ګریس نونز ویلي، چې په دې ډزو کې دوه کسان د پېښې په ځای کې وژل شوي دي.

هغې زیاته کړې چې پنځه نور ټپیان، چې په کې یو دوه کلن هلک، دوه ښځې (۳۹ او ۵۶ کلنې) او دوه سړي (۲۳ او ۴۰ کلن) شامل دي، روغتون ته لېږدول شوي دي.

پولیسو د پېښې له ځایه یو شکمن کس نیولی، خو لا هم ډاډه نه دي چې برید همدغه کس ترسره کړی دی.
د پېښې شاهدانو ویلي چې امنیتي ځواکونه د دوو نورو شکمنو کسانو په لټه کې هم دي.

تر اوسه د دې برید د انګېزې په اړه کره معلومات نه دي خپاره شوي.

دا ډزې په هغه سیمه کې شوې چې د سیمه‌ییز خوراکي جشن کوربه وه.

دغه کلنی جشن چې په ۱۹۸۲ میلادي کال کې پیل شوی، هر کال د درېیو ورځو په اوږدو کې شاوخوا ۳۵۰ زره ګډونوال د بېلابېلو خوړو، څښاک او ټولنیزو مراسمو د نندارې لپاره راجلبوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته