اطلاعات روز: په کونړ کې ځایي سرچینې خبر ورکوي چې د دغه ولایت له مرکز اسعد اباد څخه یو تنکی ځوان ناپېژانده کسانو تښتولی او بیا یې د چړو په ګوزارونو وژلی دی.
سرچینې ویلي، دا تنکی ځوان د تېرې اوونۍ (پنجشنبه، ۱ د زمري) تښتول شوی و، چې جسد یې نن (دوشنبه، ۵ د زمري) د ننګرهار د غني خېلو ولسوالۍ په «۲۹مې ویالې» سیمه کې موندل شوی.
سرچینه زیاتوي،چې دا تنکی ځوان نصرت نومېده او په اصل د کونړ د مرکز اسعداباد اړوند «اندر سېر» سیمې اوسېدونکی و.
دې سرچینې ویلي، د یاد تنکي ځوان د مرموزې وژنې د لامل او د هغه د عاملینو په تړاو جزیات نه دي ترلاسه شوي.
تر اوسه کونړ او ننګرهار کې د طالبانو ځایي مسوولینو د دې پېښې په تړاو جزیات نه دي ورکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په ختیځو ولایتونو کې د مرموزو وژنو ګراف د تېر په پرتله لوړ شوی، چې د خلکو اندېښې یې زیاتې کړې دي.
