اطلاعات روز: په پنجشېر کې ځايي سرچینې وایي، د دغه ولایت د درې ولسوالۍ کې د طالبانو پر ځینو پوستو له بریدونو وروسته، طالبانو پر سیمه ییزو اوسېدونکو محدودیتونه نور هم سخت کړي دي.
د سرچینو په وینا، د جمعې شپې (۱ د زمري) وروسته له هغې چې د درې ولسوالۍ د «سرسفیدا» سیمې د طالبانو یوه پوسته تر برید لاندې راغله، طالبانو د سیمې مشران راوغوښتي او د کلي اوسېدونکي یې په دغه برید کې په لاس لرلو تورن کړي دي.
سرچینې زیاتوي، طالبانو وروسته د سیمې مشرانو ته ویلي، چې له دې وروسته به هېڅوک د غرونو پر لور نه ځي او نه به خپل څاروي د څر لپاره غرونو ته وړي.
د سرچینو د معلوماتو له مخې، طالبانو د خلکو پر تګ راتګ هم محدودیتونه لګولي، د خلکو راټولېدل او د پوستو په شاوخوا کې ګرځېدل یې منع کړي دي.
سرچینې وایي، تر اوسه روښانه نه ده چې د جمعې شپې د برید مسؤلیت د کومې ډلې لخوا ترسره شوی او نه یې هم تر دې دمه کومې ډلې مسوولیت منلی دی.
طالبانو پر افغانستان له بیا واکمنېدو وروسته د پنجشېر د اوسېدونکو پر ورځني ژوند پراخ محدودیتونه لګولي او څو ځله یې د دغه ولایت ځوانان د خپلو مخالفو ډلو سره د همکارۍ په تور نیولي او زنداني کړي دي.
