امریکايي رسنیو راپور ورکړی چې د امریکا د ایډاهو ایالت د ټوین فالز ښار په یوه رستورانت کې د ډزو له امله لږ تر لږه درې کسان وژل شوي او اووه نور ټپیان دي.
اسوشیټډ پرېس راپور ورکړی چې دا پېښه د شنبې ورځې (د زمري ۱۰مه) د سیمهییز وخت له مخې شاوخوا د ماسپښین په ۲:۳۰ بجو رامنځته شوې ده.
د راپور له مخې، ډزې د «اېن-اېنډ-اوټ» په نوم رستورانت کې شوې دي، چې یوازې یوه اوونۍ وړاندې د یوه سوداګریز مرکز په دننه کې پرانیستل شوی و.
د ټوین فالز ښار د عامه معلوماتو مسوول، جاش پالمر، په یوه خبري غونډه کې ویلي، چې په دې پېښه کې درې کسان وژل شوي او اووه نور ټپیان شوي دي.
هغه زیاته کړې چې د ډزو د شکمن کس جسد هم د پېښې په ځای کې موندل شوی دی.
د پېښې یوه عیني شاهد، لین کوهن، اسوشیټډ پرېس ته ویلي چې یوه کس د «AR» ډوله سپکې ټوپک په وسیله پر خلکو ډزې پیل کړې، وروسته له هغه یو بل کس، چې ښايي عادي وګړی و او لاسي ټوپک یې درلود، ورسره ښکېل شو.
د لین کوهن په وینا، د ډزو پر مهال رستورانت له هغو خلکو ډک و چې د خوړو او څښاک لپاره راغلي وو.
جاش پالمر ویلي چې تر اوسه د بریدګر هویت او د برید انګېزه نه ده معلومه شوې او په دې اړه څېړنې روانې دي.
په امریکا کې د شخصي وسلو د لرلو د پراخې ازادۍ له امله، د اوروژونکو وسلو اړوند تاوتریخوالي پېښې ډېرې دي.
د «وسلوال تاوتریخوالي آرشیف» بنسټ وايي، هر کال په امریکا کې شاوخوا ۴۰ زره د وسلوال تاوتریخوالي پېښې ثبتېږي. د تېر کال له ۳۸ زره او ۳۶۸ وسلوالو پېښو څخه، په ۴۲۵ مواردو کې پر ګڼې ګوڼې ډزې شوې وې.
