په مسکو کې بم چاودنې درې کسان وژلي او ۲۱ نور یې ټپیان کړي

Oplus_131072

د روسیې په پلازمېنه مسکو کې د یوه رستورانت په ورودي کې د یوې ښځې له ځان سره د بم چاودنې له امله درې کسان وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان دي.

ځايي پولیسو ویلي چې دا پېښه د شنبې شپې (د زمري ۱۰مه) د سیمه‌ییز وخت له مخې شاوخوا د ماښام په ۸:۰۰ بجو د مسکو ښار په مرکز کې د کودرینسکایا مشهور میدان ته څېرمه د «بالزي روسي» رستورانت په ورودي کې رامنځته شوې ده.

رویټرز د مسکو د پولیسو د خبرپاڼې په حواله راپور ورکړی چې په دې چاودنه کې درې کسان وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان شوي دي.

د راپور له مخې، وروسته له هغه چې د رستورانت یوه امنیتي ساتونکي یوه ناپېژندلې ښځه د ننوتلو په دروازه کې ودروله، له هغې سره موجود بم وچاودېد.

په دې پېښه کې د بم لېږدوونکې ښځه، د رستورانت امنیتي ساتونکی او یو مشتری وژل شوي دي.

تر اوسه د بم لېږدوونکې ښځې هویت، رستورانت ته د بم د لېږد موخه او د دې پېښې تر شا د احتمالي شبکې په اړه معلومات نه دي څرګند شوي.

د روسیې «کومرسانت» ورځپاڼې د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې «دا بم د دې لپاره جوړ شوی و چې د رستورانت د اوړي په پرانیستې تراس کې ناست مېلمانه ووژني او یا یې معلول کړي.»

ورځپاڼې زیاته کړې چې بم «د بل کس له خوا له لرې واټنه» چاودول شوی او ښايي هغه ښځه چې بم یې لېږداوه، نه پوهېده چې له ځان سره چاودېدونکی وسیله لري.

د روسیې او اوکراین ترمنځ د جګړې له پیل راهیسې، مسکو وخت ناوخت د لاسي جوړو بمونو د چاودنو شاهد پاتې شوی دی. لږ تر لږه په څلورو پېښو کې په موټرو او برېښنايي سکوټرونو کې ځای پر ځای شوي بمونه د روسیې پوځي چارواکي په نښه کړي دي

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته