د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان سرې میاشتې ټولنې خبر ورکړی چې په کابل کې یې د زړه د سوري ناروغۍ د درملنې یو تخصصي روغتون پرانیستی او ګټې اخیستنې ته سپارلی دی.
دغه روغتون نن (یکشنبه، ١١ د زمري) د طالبانو د لوړپوړو چارواکو په حضور کې په ځانګړو مراسمو کې پرانیستل شو.
د سرې میاشتې ټولنې مسوولین وایي چې په دې روغتون کې به د زړه د سوري ناروغۍ لرونکو ناروغانو ته وړیا درملنیز خدمات وړاندې کېږي.
د دوی په وینا، دغه روغتون هر کال د شاوخوا دوه زره ناروغانو د درملنې وړتیا لري.
د دې روغتون رییس، عبدالولي هوتمانزی، د پرانیستې په مراسمو کې وویل چې دغه روغتیايي مرکز په عصري تجهیزاتو سمبالې دوه عملیاتي خونې لري.
له دې وړاندې، په افغانستان کې د زړه د سوري ناروغۍ لرونکي ماشومان د درملنې لپاره یا هند ته استول کېدل او یا هم د هېواد خصوصي روغتونونو ته معرفي کېدل.
د افغانستان د سرې میاشتې ټولنې لپاره د طالبانو رییس، شهابالدین دلاور، د روغتون د پرانیستې په مراسمو کې وویل چې تر اوسه په کورنیو روغتونونو کې د زړه د سوري ناروغۍ ۱۵ زره ناروغان درملنه شوي دي.
هغه زیاته کړه چې د دغو ناروغانو د درملنې لګښت د افغانستان سرې میاشتې ټولنې له خوا ورکړل شوی دی.
د طالبانو مسوولینو هیله څرګنده کړې چې د دې روغتون په پرانیستل کېدو سره به د زړه د سوري ناروغۍ ټولو ناروغانو ته د وړیا درملنې زمینه برابره شي او نور به ناروغان د درملنې لپاره کلونه انتظار ونه باسي.
