د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت تأیید کړې چې د دغه هېواد ولیعهد، محمد بن سلمان، له د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، سره په ټلیفوني خبرو کې په سیمه کې د کړکېچ د کمولو غوښتنه کړې ده.
دغه وزارت نن (یکشنبه، ١١ د زمري) له غرمې وروسته په خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې محمد بن سلمان له ټرمپ سره په خبرو کې د کړکېچ د کمولو لپاره د خبرو اترو پر لومړیتوب او د سیمې د ارامۍ د ټینګښت لپاره د ټولو هڅو پر کارولو ټینګار کړی دی.
تر دې وړاندې، اېکسیوس رسنۍ راپور ورکړی و چې محمد بن سلمان له ټرمپ غوښتي وو، چې د ایران پر ضد له لا پراخو بریدونو ډډه وکړي.
ډونالډ ټرمپ نن سهار اعلان وکړ چې د تهران او د سیمې د یو شمېر هېوادونو په غوښتنه، او په دې شرط چې ژر یوې هوکړې ته ورسېږي، پر ایران یې پلان شوي پراخ بریدونه لغوه کړي دي.
د امریکا ولسمشر په هغه پیغام کې چې په دې اړه یې خپور کړی، د سیمې د هېڅ مشر نوم نه دی یاد کړی.
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویلي: «ولیعهد د کړکېچ د کمولو لپاره د خبرو اترو پر لومړیتوب ټینګار وکړ او د سیمې د ارامۍ د ټینګښت لپاره یې د ټولو ممکنه هڅو پر اهمیت ټینګار وکړ؛ داسې ارامي چې د ډیپلوماټیکو حللارو لپاره لاره هواره کړي، د سیمې امنیت او ثبات وساتي او د شخړو د پراخېدو مخه ونیسي، ځکه د دغو شخړو پایلې به پر سیمهییز او نړیوال امنیت او ثبات اغېز وکړي.»
دغه وزارت زیاته کړې چې دواړو لورو د همکاریو د موجودو فرصتونو او د هغو د لا پیاوړتیا او پراختیا پر لارو چارو هم خبرې کړې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د ایران پر ضد د امریکا د بریدونو له نوي پړاو وروسته، د ایران پلوه عراقي وسلهوالو څو ځله د بېپیلوټه الوتکو په بریدونو سعودي عربستان په نښه کړی دی.
له بلې خوا، د سعودي عربستان او د ایران له ملاتړه برخمنو یمني حوثیانو ترمنځ هم کړکېچ زیات شوی دی. دغې ډلې د سعودي عربستان پر ضد سمندري محاصره اعلان کړې او د سعودي حکومت اړوند پر ځینو بېړیو یې بریدونه کړي دي.
