د پکتيکا د ګيان او د خوست سپيرې ولسواليو د دوو قومونو ترمنځ نښته څلورمې ورځې ته غځېدلې

اطلاعات روز: د خوست ولایت د سپېرې ولسوالۍ د بوریخېلو قوم او د پکتیکا ولایت د ګیانې ولسوالۍ د ګیانخېلو قوم ترمنځ د غره او ځمکې د ملکیت پر سر نښته څلورمې ورځې ته غځېدلې ده.

د خوست د سپيرې ولسوالۍ يو اوسېدونکي شاه مير خان اطلاعات روز ته ویلي، چې د ګیانخیلو او د بوريخيلو دوه قومونو ترمينځ د غره په سر له شاوخوا څلوېښتو کلونو راهيسی وخت ناوخت دا ډول شخړې رامنځته کيږي.

هغه وایي، له تېرو څلورو ورځو راهیسې د دواړو لورو ترمنځ د سپکو او درنو وسلو جګړه روانه ده، چې په کې دوه کسان ټپیان شوي دي.

د نوموړي په خبره، هر کال د جلغوزیو د حاصلاتو د راټولولو پر مهال په دې سیمه کې ورته شخړې رامنځته کېږي.

د هغه په وینا، په تېرو څلوېښتو کلونو کې د يادو قومونو ترمنځ د شخړو له امله شاوخوا ۸۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

هغه د طالبانو له حکومتي چارواکو غوښتنه کوي، چې ژر تر ژره جګړه ودروي او د یادې لانجې د هواري لپاره عادلانه او دوامداره حل‌لاره ومومي، څو د نورو مرګ‌ژوبلو مخه ونیول شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته