د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست په ۱۲ ولایتونو کې د بارانونو او د سېلابونو د راوتلو احتمال اټکل کړی دی.
د دې ریاست د وړاندوینې له مخې، سبا (دوشنبه، د زمري ۱۲مه) به په نورستان، کونړ، لغمان، پنجشېر، کاپیسا، ننګرهار، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزني او بدخشان ولایتونو کې بارانونه وشي.
په دغو ولایتونو کې د بېلابېلو سیمو لپاره د باران کچه له ۱۰ تر ۴۰ ملي مترو پورې اټکل شوې ده.
د طالبانو د هوا پېژندنې ریاست همداراز اټکل کړی چې په مرکزي، ختیځو، سوېل ختیځو، سوېلي، لوېدیځو او شمالي ولایتونو کې به د بادونو چټکتیا له ۵۰ تر ۹۵ کیلومترو په ساعت کې وي.
