د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، د امریکا او ایران ترمنځ خبرې نن (دوشنبه، ١١ د زمري) ماسپښین پیلېږي.
ټرمپ د امریکا پر وخت د یکشنبې په ورځ له خبریالانو سره په خبرو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو د نوي پړاو د پیل خبر ورکړ او ویې ویل، چې د خلکو د وژلو غوښتونکی نه دی او یوې هوکړې ته رسېدل غوره ګڼي.
د امریکا ولسمشر وویل: «ښکاره ده چې هغوی نه غواړي تر برید لاندې راشي. هغوی د برید له پراخوالي خبر وو، ځکه د هغه چمتووالی یې لیدلی و. اوس موږ له هغوی سره خبرې کوو. دا خبرې سبا ماسپښین پیلېږي.»
ټرمپ د یوې هوکړې لپاره د ټاکلې نېټې په اړه وویل چې دا به د خبرو له پرمختګ سره تړاو ولري.
هغه زیاته کړه: «وګورو چې خبرې څنګه پر مخ ځي. موږ هر وخت چمتو یو چې که اړتیا وي، بېرته اقدام وکړو. که پوښتنه دا وي چې ایا زه هوکړه غوره ګڼم؟ هو، زه د خلکو د وژلو په لټه کې نه یم موږ دا نه غواړو.»
د امریکا ولسمشر یو ځل بیا ادعا وکړه چې ایران او د سیمې د ځینو هېوادونو په غوښتنه یې پر ایران پلان شوی برید د دې لپاره لغوه کړی چې د یوې هوکړې زمینه برابره شي.
هغه وویل: «سعودي عربستان، متحده عربي امارات، قطر او ایران له ما وغوښتل چې برید لغوه کړم. نږدې هماغه وخت موږ د پراخ برید لپاره بشپړ چمتو وو. د برید د لغوه کولو دلیل دا و چې هغوی باور لري هوکړه ممکنه ده. لومړی به د هرمز په اړه هوکړه وشي او وروسته به د ایران د اټومي وسلو د بېوسلې کولو په اړه هوکړه وشي له همدې امله موږ برید وځنډاوه.»
ټرمپ پرون هم په ټروث سوشیل کې په یوه پیغام کې ویلي و، چې که له ایران سره ژر هوکړه وشي نو پر هغه هېواد پلان شوی برید به لغوه کړي.
