نورستان کې د طالبانو سیمه ییز مسوولان خبر ورکوي چې د غربي نورستان په منډول ولسوالۍ کې ورښتونو او سېلابونو د سیمې خلکو ته ګڼ مالي زیانونه اړولي دي.
نورستان لپاره د طالبانو ویاند فریدون صمیم وایي، دا سېلابونه تېره ورځ (یکشنبه ۱۱ د زمري) د منډول ولسوالۍ په بانډول او انيش درو او یو شمېر نورو سیمو کې را وتلي دي.
نوموړي ویلي چې د دغو سېلابونو له امله شپږ استوګنیز کورونه، لسګونه جریبه کرنیزه ځمکه کې ولاړ فصلونه، سړکونه، ویالې، سربندونه او د غله دانې د اوړه کولو شپږ ژرندې تخریب کړي دي.
بل پلو تازه سېلاب ځپلي وایي، د سیلابونو له امله سخت زیانمن شوي او غوښتنه کوي، چې اړونده مرستندویه بنسټونه دې ورسره لازمې مرستې وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې دوه اوونۍ وړاندې یوه مرګوني سېلاب د نورستان مرکز پارون لاندې کړ، چې د طالب مسوولینو د معلوماتو له مخې دغه سیلاب د لسګونه انسانانو د مرګ – ژوبلې سربېره شااوخوا ۳۵ مېلیونه ډالر مالي زیانونه اړولي وو.
