د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، خبرې روانې دي او دا د ایران لپاره وروستی فرصت دی چې یو «ښه تړون» لاسلیک کړي.
ټرمپ د دوشنبې په ورځ (١٢ د زمري) په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل، چې خبرې د هرمز تنګي او د ایران د اټومي پروګرام په اړه دي.
د امریکا ولسمشر وویل چې له ایران سره خبرې «همدا اوس روانې دي» او دا خبرې «د ایران په غوښتنه» ترسره کېږي.
هغه ټینګار وکړ: «دا وروستی فرصت دی. دا د دوی لپاره وروستی فرصت دی چې یو ښه تړون لاسلیک کړي.»
ټرمپ زیاته کړه: «د خبرو لومړی پړاو د هرمز تنګي د پرانیستل کېدو په اړه دی، چې باید تر سبا پورې په بشپړ ډول پرانیستل شي. دویم پړاو د ایران د اټومي پروګرام په اړه دی، او هغوی باید اټومي وسلې ونه لري.»
دا په داسې حال کې ده چې ټرمپ پرون د ایران مشران په دوهمخۍ تورن کړي وو.
هغه په ټروت سوشل کې لیکلي وو چې «د ایران مشران په حیرانوونکې توګه دوهمخي دي»، ځکه چې په پټه د خبرو اترو غوښتنه او زارۍ کوي، خو په ښکاره او په ویاړ سره وايي چې هېڅ ډول خبرې نه دي روانې.
وروسته له هغې چې ټرمپ وویل د ایران پر ضد یې پلان شوي بریدونه د دې لپاره لغوه کړي چې خبرې بریالۍ شي، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، اسماعیل بقایي، وویل چې دا مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ هېڅ خبرې نه دي روانې.
